تازه خبرونه
په افغانستان کې د داعش په اړه د امریکا افشا شوي اسناد جعلي دي
د افغانستان اسلامي امارت د یکشنبې پر ورځ د امریکا د ناڅرګندو پوځي اسنادو د ارزونې هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې داعش له افغانستان څخه د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د تروریستي بریدونو پلان لري.
د امریکا ناڅرګند او پټ پوځي اسناد، چې په دې وروستیو کې افشا شوي؛ په افغانستان کې یې د داعش ګواښ مخ پر زیاتیدونکې امنیتي اندېښنه یاده کړې ده.
د دغه راپور له مخې؛ افغانستان د داعش پر مرکز بدل شوی، چې له هغه ځایه غواړي د امریکا او اروپا د ګټو پر ضد بریدونه ترسره کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې پر شپه په یو لړ تویتونو کې دغه پوځي ارزونه رد کړې او هغه یې "جعلي" بللې او څرګندوي، چې دا ارزونه د اسلامي امارت پر ضد د امریکا د "پرلپسې تبلیغاتي کمپاین" یوه برخه ده.
په یوه رسمي اعلامیه کې د مجاهد د څرګندونو له مخې ویل شوي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې "بشپړ کنټرول" لري او هیچا ته اجازه نهورکوي، چې له خاورې یې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
هغه وایي؛ داعش او نورې ترهګرې ډلې په هېواد کې سختې ځپل شوي او د له منځه تلو په حال کې دي.
مجاهد زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ په هېواد کې بیا هم واک شو او افغانستان یې له امنیت برخمن کړ. په ټول هېواد کې د درې ورځني کوچني اختر په سولهییز کې د یکشنبې پر ورځ پای ته ورسید.
نوموړي څرګنده کړې: د دغه ډول متعصبو راپورونو خپرېدا ښيي، چې په امريکا کې ځينو کسانو د افغانستان له خلکو سره خپله کرکه او دښمني نه ده هېره کړې.
واشنګتن پوست د افغانستان په تړاو د امریکا د استخباراتو د موندنو په اړه راپور ورکړی او وایي؛ دا د هغو اسنادو یوه برخه ده، چې د ټولنیزو رسنیو پلیت فارم Discord ته استول شوي او ورځپاڼې ترلاسه کړي دي.
ورځپاڼې د پنټاګون د پټې ارزونې له مخې راپور ورکړی، چې داعش د بهرنیو عملیاتو لپاره یو ارزانه مادل رامنځته کوي، چې له افغانستان څخه بهر سرچینو تکیه کوي.
دا مادل به احتمالا داعش ته وړتیا ورکړي، چې خنډونه له مینځه یوسي. لکه وړ امنیتي خدمات او د پلان ځینې مهال وېشونه او د ګډوډۍ فرصتونه راکم کړي.
واشنګتن پوست راپور ورکړی، چې د ارزونې په حواله د IS-K لپاره لنډیز کارول شوی.
د راپور له مخې؛ په افشا شوي سند کې د سفارتونو، کلیساګانو، سوداګریزو مرکزونو او د فیفا نړیوال جام فوتبال تورنمنت پر نښه کولو لپاره مشخصې هڅې په ګوته شوي، چې په تېر نومبر کې یې د قطر هغه له ۲ میلیون ډېر لیدونکي راجلب کړل.
د امریکا د پوځ ارزونې په افغانستان کې د داعش د همغږي شویو پلانونو شمېر له نهو څخه ۱۵ ته لوړ کړی دی.
مجاهد د امریکا د پوځي اسنادو افشا کول په خپله جوړ شوي غیر مسوولانه ادعاوې، د استخباراتي کړیو کار ګڼي، چې د ده په وینا د افغانانو لپاره ښه زیری نهلري.
مجاهد تویت کړی: هر څوک بايد پوه شي چې اوس د خلکو ذهن له داسې ناکامو هڅو څخه پلوي نه کوي او نه پرې غولیږي.
امریکايي چارواکو تر دې دمه د دغو افشا شویو پوځي اسنادو کره والی هم تائید کړی ندی.
اسلامي امارت ویلي، چې له داعش سره د امریکايي چارواکو لیوالتیا او خواخوږي؛ له دې ډلې سره همکاري او پر ګټه یې کمپاین دی، چې باید ودرول شي.
تازه خبرونه
د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري ماموریت پای ته ورسېد
رینا امیري نن دوشنبه (د فبروري لومړۍ) په ایکس پاڼه کې له خپل تېر درې کلن کار ستاینه کړې او لیکي، چې: ” له ټولو اړینه دا، چې مونږ باید طالبان (اسلامي امارت) د ویجاړوونکو احکامو پرېښودو ته د قانع کولو لپاره کار ته دوام ورکړو، چې ښځې او نجونې یې له واک، خوځښت، زدهکړو، معیشت، غږ او ژوند ژغورونکو روغتیايي ادارو ته له لاسرسي بې برخې کړې دي.”
د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، چې د امریکا له وتلو او د جمهوريت له نسکورېدو وروسته یې د افغان ښځو د حقونو د ساتنې دنده پر غاړه واخیسته؛ واک ته د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسېدو سره هممهاله له خپلې دندې سره مخه ښه وکړه.
رینا امیري نن دوشنبه (د فبروري لومړۍ) په ایکس پاڼه کې له خپل تېر درې کلن کار ستاینه کړې او لیکي، چې: " له ټولو اړینه دا، چې مونږ باید طالبان (اسلامي امارت) د ویجاړوونکو احکامو پرېښودو ته د قانع کولو لپاره کار ته دوام ورکړو، چې ښځې او نجونې یې له واک، خوځښت، زدهکړو، معیشت، غږ او ژوند ژغورونکو روغتیايي ادارو ته له لاسرسي بې برخې کړې دي."
امیري ټینګار کړی، چې مونږ باید له اسلامي امارت څخه وغواړو، چې د قومي او مذهبي لږکیو د غړو حقونو ته درناوي وکړي.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د وېرې او ډار کلتور رامنځته کړی او افغانستان یې د انحصار او فقر په کړۍ کې بند ساتلی دی.
نوموړې دا هم ویلي؛ نړۍ باید د افغانستان د زړورو نرینهوو او ښځو سره ودریږي؛ ځکه، چې دوی د یو باثباته او خوندي افغانستان لپاره ژمنه کړې، چې له ځان او ګاونډیانو سره به په سوله کې وي.
هغې زیاته کړې: "دا د سیمې او نړۍ لپاره یوه اخلاقي او ستراتیژیکه اړتیا ده."
امیري د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په برخه کې د خپل کار په اړه ویلي: "مونږ د امریکا- افغانستان د مشورتي میکانیزم له لارې د امریکا په پالیسي جوړونې کې د مدني ټولنې د فعالانو د غږونو په معناداره کولو کې یو نوی ماډل رامنځته کړی دی."
هغې دې ته په نغوته( اشاره) کې، چې سبا یې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه وروستۍ ورځ ده وایي: "دا یو لوی ویاړ دی، چې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د افغانستان د زړورو ښځو او نرینهوو دفاع وکړو."
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه د میرمن رینا امیري درې کلنې هڅې له جدي نیوکو سره مخ دي.
تازه خبرونه
د عباس ستانکزي څرګندونې هیله بښونکې دي – زلمي خلیلزاد
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزي د شنبې پر ورځ د مرغومي نههویشتمه یو ځل بیا د ښځو او نجونو د زدهکړې پر بندیز نیوکه وکړه.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزي څرګندونې د اسلامي امارت لخوا د ښځو له حقونو سرغړونې او د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړلو سره د مخالفت په اړه "هیله بښونکی بدلون" وباله.
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزي د شنبې پر ورځ د مرغومي نههویشتمه یو ځل بیا د ښځو او نجونو د زدهکړې پر بندیز نیوکه وکړه.
هغه نجونې له زدهکړو بې برخې کول د اسلامي امارت لخوا د افغانستان د څلوېښت میلیون وګړو له ۲۰ میلیون سره "بې عدالتي" وبلله.
عباس ستانکزي په خوست کې د یوې دیني مدرسې د زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل؛ د اسلامي امارت دا مخالفت "شریعت" نه، بلکې "طبیعت" دی.
هغه ويلي: "د دوی (ښځو) ټول حقونه تلف شوي دي؛ میراث نشته، دوی د خپلو میړونو د غوره کولو حق نلري، دوی بدو کې ورکول کیږي، د زدهکړې اجازه نلري، جومات ته د تګ اجازه ورته نشته، د پوهنتونونو دروازې ورته تړل شوې دي، دیني مدرسو ته هم د تګ اجازه نه ورکوو. آیا مونږ له شریعت سره سم حرکت کوو؟"
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال ویلي، چې د ټولې نړۍ اختلاف له اسلامي امارت سره د ښځو او نجونو د تعلیم په مسله کې دی.
هغه د اسلامي امارت له رهبر څخه وغوښتل، چې د "تعلیم" دروازې د ټولو لپاره؛ نرینه او ښځینه ته پرانیزي. هغه زیاته کړې، چې په دې برخه کې هیڅ عذر نه و ، نهشته او نه بهوي.
عباس ستانکزي له دې مخکې هم د نجونو د زدهکړې پر بندیز نیوکه کړې او د نجونو لپاره یې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې وه.
زلمي خلیلزاد د هغه له دې دریځه هرکلی وکړ او وایي، چې ستانکزی د اسلامي امارت یو له مهمو چارواکو څخه دی، چې د دوحې په مذاکراتو کې یې مهم رول لوبولی دی.
هغه د اسلامي امارت له نورو افغان دیني عالمانو او مشرانو څخه، چې په شخصي توګه د نجونو د زدهکړې د بندیز مخالفت کوي؛ وغوښتل، چې خپل مخالفت ښکاره کړي.
هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې ښوونځي او پوهنتونونه باید د لمریز نوي کال تر پیل پورې بیا پرانستل شي.
دغه راز خلیلزاد د اسلامآباد په نړیوال کنفرانس کې د مسلمانو عالمانو له دریځونو هم هرکلی وکړ. په هغه کنفرانس کې، چې د جنورۍ پر یوولسمې او دولسمې "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو تعلیم: ننګونې او فرصتونه" تر سرلیک لاندې ترسره شو؛ د اسلامي نړۍ عالمانو د ښځو پر تعلیم بندیز د اسلامي لارښوونو خلاف وباله.
په دې کنفرانس کې، شیخ محمد العیسی د مسلمانو عالمانو د ټولنې مشر ویلي: "اسلام ښځې له زدهکړو څخه محرومول؛ که هغه بشپړ وي یا جزوي، د یوه ځانګړې عمر وي که د یوه ځانګړي پړاو یا یوې ځانګړې څانګې، نه غواړي."
تازه خبرونه
د پوهنتونونو د لابراتوارونو لپاره د ۲۷۰ میلیون افغانیو پر ارزښت تجهیزات واخیستل شول
د دې وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په پورته ذکر شویو تجهیزاتو کې د ساینسي تجربو لپاره لوی او کوچني ماشینونه او کیمیاوي مواد شامل دي، چې ژر تر ژره به د کارولو لپاره پورته ذکر شویو تعلیمي ادارو ته وسپارل شي او په دې توګه به د یادو تعلیمي ادارو لابراتوارونه د زدهکړیالانو د عملي کار لپاره فعال شي.
د لوړو زدهکړو وزارت په یو بېساري هڅه کې د ټولو دولتي پوهنتونونو او لوړو زدهکړو بنسټونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځیو لپاره د ۲۷۰ میلیون افغانیو پر ارزښت لابراتواري تجهیزات او وسایل وپېرل، چې خپل لابراتوارونه پر عصري او معیاري تجهیزاتو سمبال او فعال کړي.
د دې وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په پورته ذکر شویو تجهیزاتو کې د ساینسي تجربو لپاره لوی او کوچني ماشینونه او کیمیاوي مواد شامل دي، چې ژر تر ژره به د کارولو لپاره پورته ذکر شویو تعلیمي ادارو ته وسپارل شي او په دې توګه به د یادو تعلیمي ادارو لابراتوارونه د زدهکړیالانو د عملي کار لپاره فعال شي.
د همدې موخې لپاره د لوړو زدهکړو وزارت څه وخت مخکې د دې وزارت په مرکز کې یوه اووه ورځنۍ غونډه جوړه کړه، چې موخه یې د تعلیمي موسسو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځیو د لابراتوارونو جوړول او تجهیز کول دي، چې لابراتواري اړتیاوې یې په سمه توګه پرګوته او د دغو څانګو لابراتوارونه فعال شي، چې له نېکه مرغه د لوړو زدهکړو وزارت د هڅو پر مرسته دا وسایل وپېرودل شول.
د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسیدو وروسته؛ د لوړو زدهکړو وزارت د هېواد د تعلیمي بنسټونو د لابراتوارونو تجهیز ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د زدهکړیالانو اړتیاوو ته پر پاملرنه یې د عملي کار د ترسره کولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړې.
-
تازه خبرونه5 days ago
بایډن د افغانستان د بشري بحران له کبله ملي بېړنی حالت وغځاوه
-
تازه خبرونه1 day ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د اسرائیل او حماس د اوربند له اعلان وروسته په غزه کې هوايي بریدونه وشول
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان او قطر د کاري کمیټې ګډه ناست ترسره شوه
-
تازه خبرونه1 day ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
نړۍ2 days ago
په نایجریا کې د تېلو ټانکر د چاودنې کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول
-
نړۍ13 hours ago
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه
-
ساینس او ټیکنالوژي11 hours ago
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو