تازه خبرونه

په افغانستان کې د داعش ځیني روزونکي امریکايي او بریتانیايي پاسپورتونه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یوه لوړپوړی روسي دیپلومات په افغانستان کې د داعش   وسله والې ډلې د روزنې په اړه  له حقایقو پرده پورته کوي .

د روسیې د سپوتنیک نیوز د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي دیپلومات ضمیر کابلوف په مسکو کې یو امنیتي کنفرانس ته وویل، په افغانستان کې د داعش وسلوالو ځینې روزونکي امریکايي او بریتانیايي پاسپورتونه لري او دوی هغو سختدریځو ته روزنه ورکوي، چې په روسیې کې زېږېدلي دي.

 ده همداراز وویل، چې په روزونکیو کې عربان، پاکستانیان، امریکایان او انگلیسان شامل دي.

له بلې خوا د روسیې د لوی درستیز په وینا؛ په افغانستان کې د داعش وسلوالې ډلې د غړیو شمېر مخ په ډېریدو دی او اوس دوه یا درې زره ته رسېږي.

Trending

Exit mobile version