تازه خبرونه

په افغانستان کې د روانو کړکېچونو مسووله امریکا ده- حامد کرزی

Published

on

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي امریکا تورنه کړي، چې زمونږ اوسنۍ ستونزې یې  رامنځته کړي؛ خو هیله من دی، چې د سولې په اړه هوکړه به رامنځته شي.

 حامد کرزي له العربیه سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې امریکا تېروتنې کړي؛ خو هیله یې څرګنده کړې، چې د واشنګتن لخوا له طالبانو سره د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ به د تلپاتې سولې لامل شي.

حامد کرزي دا هم په ډاګه کړې؛ د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې امریکا هغه ستونزې پیدا کړي، چې افغانستان ورسره په تېرو دوه لسیزو کې مخ دی.

نوموړی وایي: د امریکا لخوا پوره تېروتنې شوي؛ دوی د ترور پرضد خپله پیل کړې جګړه ترسره نکړه، د افغانستان پر کلیو او افغانانو یې بمبارد وکړ او د افغانانو نیول یې پیل کړل، چې دا زمونږ د کړکېچونو بنسټ او اوس هم له امریکا سره زما د اختلافاتو اساس پاتې دی.

حامد کرزي ویلي؛ د سولې په هوکړه کې ترټولو مهم شی په افغانستان کې د دښمنیو پای، د ځواکونو ایستل او افغانستان ته ثبات بېرته راستنول دي. دا هغه بنسټیز اصول دي، چې زمونږ ورسره خوښه ده.

له بلې خوا حامد کرزي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور او نه حضور له جګړې او سولې سره تړي او وایي، چې که امریکا غواړي له افغانانو سره د یو شریک په توګه پاتې شي؛ نو ورته سوله ییز شرایط اړین دی؛ خو، چې په کې سوله نه وي او جګړه روانه وي بیا مونږ د جګړې سرچینې څېړو او ترې هرکلی کوو.

حامد کرزي د خپلمنځي خبرو پیل ته هه خوښمن دی او څرګندوي، چې د طالبانو په اندونو کې بدلونونه راغلي او دا د سولې د هوکړې شونتیا نوره هم دېروي.

Trending

Exit mobile version