سوداگري

په افغانستان کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړیږي

Published

on

د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت څرګنده کړې، چې په روان لمریز کال کې به د هېواد په اووه ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړ شي.

دغه وزارت په ډاګه کړې؛ دغه مرکزونه به په هرات، غزنی، سرپل، کندوز، بلخ، فاریاب او دایکندي ولایتونو کې جوړ شي.

د کرنې وزارت ویلي، چې د دې مرکزونو جوړول به د زعفرانو په حاصل، کیفیت او ارزښت لوړولو کې مرسته وکړي. زعفران د افغانستان یو له خورا غوره صادراتي محصولاتو څخه شمېرل شوی دی.

د نړۍ په بازتارونو کې یو کیلو زعفران تر ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو پورې پلورل کیږي.

د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ زعفران د کوکنارو کښت لپاره غوره بدیل ګڼل کیږي ، چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان کې پراخه وده کړې ده.

Trending

Exit mobile version