تازه خبرونه
په افغانستان کې د سولې او جګړې برخلیک ناڅرګند پاتې دی – افغان سیاستوال
د افغانستان یو شمېر سیاستوالو ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او جګړې برخلیک ناڅرګند پاتې دی.
په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د هوکړه لیک له مخې به امریکايي سرتېري په څوارلس میاشتو کې له افغانستان څخه وځي؛ دلته په افغانستان کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو او روانې جګړې د پای ته رسیدو برخلیک ناڅرګند دی.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي؛ افغانستان د تاریخ په یوه حساس پداو کې دی؛ له یوې خوا د سولې هڅې روانې دي او له بلې خواجګړه روانه ده.
امریکا له خپلو نړیوالو ملګرو غواړي، چې افغانستان ته له سولې وروسته پخپلو پلانونه کار پیل کړي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي هم په خپل سفر کې افغان ولسمشر ته ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان به پخوانیو حالاتو ته نه ستنیږي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال له ولسمشر اشرف غنی سره د جنرال مک کینزي د لیدنې په اړه وایي: دواړو خواوو د همکاریو د راتلونکي ګډون او مشارکت په اړه خبرې وکړې.
اټکل داسې و، چې روانه اوونۍ به په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي؛ خو د زندانیانو د خوشې کولو پر سر اختلافونو له کبله دا چاره هم ځنډنۍ شوه.
د حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړي فاروق مجروح ویلي: اوس باید طالبان د ښه نیت ښکارندوی او خبرو ته چمتو شي.
سیاسي شنونکي فهیم صدیقي ویلي، چې په دې حالاتو کې امریکا د چټکې وتنې په فکر کې ده او تر منځ یې د افغانستان خلک قرباني کیږي.
دغه راز واشنګتن پوست ورځپانې هم داسې راپورونه خپاره کړي، چې ګواکې د جګړې د کرښو طالبانو او سیاسي رهبرانو تر منځ د سولې په اړه د نظر بېوالی لیدل کیږي.
دغې ورځپاڼې څرګنده کړې: طالب قومندانان فکر کوي، چې جګړه یې ګټلو ته ورنږدې کړې؛ خو طالبان بیا د دوی تر منځ هر ډول اختلاف ردوي.
