Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بنسټ بې‌وسي او بې‌وزلي ده – بې پولې ډاکټران

د دغه راپور له مخې: د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شو، چې ډېري کسان په شخصي  کلینیکونو کې د درملنې پر ځای د نړیوالو موسسو پر ملاتړ روغتیايي مرکزونو ته مخه کړي.

خپور شوی

د

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه (ام‌اس‌اف) ويلي؛ په افغانستان کې د خوارځواکۍ بنسټ بې‌وزلي ده او ډېري کورنۍ دې ته اړ کوي، چې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره لرې واټنونه ووهي.

دې ټولنې د سې‌شنبې د ورځې ( د چنګاښ شپږویشتمه) په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې افغانان لومړنیو او بېړنیو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې په راپور کې راغلي: د دې ټولنې روغتونونو او کلینیکونو او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت هغو روغتونونو ته، چې دا ټولنه ترې ملاتړ کوي؛ ډېر ناروغان اوږده واټنونه وهي؛ ځکه، چې یا په خپلو سیمو کې باکیفیته روغتیایي کلینیکونو ته لاس رسی نلري او یا دا، چې خوارځواکي ماشومان یې ډېر کوچني دي.

په دې راپور کې له یو شمېر هغو کورنیو سره خبرې شوي، چې خپل ماشومان یې د درملنې لپاره دغو مرکزونو ته راوړي دي.

دوی وايي، د دې ستونزې بنسټیز علت د خوراکي توکو کمښت نه، بلکې د پيسو کمښت دی. د دغو ميندو تر څنګ، چې له ناکافي تغذيې سره مخ دي؛ بدن يې په کافي اندازه شيدې نه توليدوي، چې دا بیا پر ماشومانو ناوړه اغېز کوي.

د دغه راپور له مخې: د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شو، چې ډېري کسان په شخصي  کلینیکونو کې د درملنې پر ځای د نړیوالو موسسو پر ملاتړ روغتیايي مرکزونو ته مخه کړي.

دغه راز یو شمېر کورنۍ، چې ماشومان یې خوارځواکي دي وايي؛ د دوی د ماشومانو د ناروغۍ لامل خراب اقتصادي وضعیت او د مناسبو خوړو نشتوالی دی.

د بغلان ولايت اوسېدونکى خداداد ويلي؛ يو نيم کلن ماشوم يې خوارځواکى دى او د اقتصادي ستونزو له کبله نشي کولى، چې شخصي کلينيک ته يې بوځي.

هغه زياته کړې؛ اوس یې ماشوم د نړيوالو موسسو پر مرسته په روغتيايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دى.

د خوړو نړیوالې ټولنې د جولای پر نهمه په خپل نوي راپور کې ویلي وه: ۴ میلیون افغانان، چې ۳ اعشاریه ۲ میلیون یې له پېنځه کلونو کم عمره ماشومان دي؛ له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ سږ کال ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او تر اوکتوبر پورې به ۱۲ اعشاریه ۴ میلیون خلک د خوراکي توکو له نه‌خوندیتوب سره مخ شي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.

Published

on

د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.

سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.

دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.

دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼ‌شمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.

د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.

ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سوله‌ییزه حل کړي – د قطر امیر

دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوه‌یمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.

Published

on

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سوله‌ییزې حل کړي.

دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوه‌یمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.

د پاکستان د ولسمشرۍ له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.

قطر د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.

ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!