تازه خبرونه

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو بحران د عادي کېدو په حال کې دی – سوزان فرګوسن        

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ویلي، چې افغان ښځې له عمومي ژوند څخه د ایستلو په حال کې دي.

Published

on

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې استازې خبرداری ورکړی، چې په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو لوی او جدي بحران په افغانستان کې د عادي کېدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ویلي، چې افغان ښځې له عمومي ژوند څخه د ایستلو په حال کې دي.

سوزان فرګوسن په کار، سوداګرۍ او نړیوالو خبرو اترو کې د ښځو په ګډون ټینګار کړی او څرګندوي، چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې لپاره نړیوال پیوستون ته اړتیا ده.

سوزان فرګوسن وایي؛ پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه لنډمهاله ندي او اوس د خلکو د ورځني ژوند برخه ګرځیدلې دي.

هغې زیاته کړې: ” موږ نشو کولی د افغان ښځو له حقونو څخه سترګې پټې او سرغړونه یوه معمولي چاره وګڼو. مونږ باید دې مسله ته په ټولو سکټورونو، نادولتي موسسو او ټولو نړیوالو خبرو اترو کې پاملرنه وکړو؛ د دوی غږ پورته او د ټولو افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره ودریږو. “

د بشري حقونو څارونکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د حقونو د ساتنې لپاره عملي او سمدستي ګامونه پورته کړي.

نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره له خپلو مخکینیو شرطونو څخه یو شرط بشري حقونه پر ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته درناوی ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په ځلونو ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي؛ د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

Trending

Exit mobile version