Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې ويلي؛ په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې کچه او اغېز بې‌ساری دی، چې د افغان ښځو ۴۰ کلن پرمختګ یې په درې کلونو کې له منځه وړی دی .
ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې پر افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو د پای ته رسولو لپاره د بېړني نړیوال اقدام غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې یوازې په سلو کې یوه ښځه احساس کوي، چې دوی په ټولنه کې نفوذ لري او نږدې ټولو نورو ښځو د غوراوي او د خپل واک او نفوذ د له لاسه ورکولو خبره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې بنسټ په راپور کې راغلي: په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې بې سارې ننګونې وړاندې کوي؛ د ۲۰۲۱ کال له اګست راپدیخوا طالبانو په سیسټماټیک ډول د افغانستان حقوقي بنسټونه له منځه وړي دي. په ځانګړي توګه هغه کسان، چې د جنسیت د برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې یې د پرمختګ ملاتړ کړی؛ هدف ګرځول شوي دي.
په دې څېړنه کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه د میندو له مړینې سره تړلي او څرګندوي، چې له ښوونځیو څخه د یو اعشاریه یو میلیون نجونو ایستل او په پوهنتون کې د څه باندې سل زره نورو پر زده‌کړو بندیز پر اوسني نسل ناوړه اغېزې لري، چې په دې هېواد کې یې د میندو له مړینې سره مرسته کړې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې په هېواد کې د ښځو حقوق تر بل هر وخت زیات د شریعت له مخې خوندي دي.
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې د ښځو د ټولنو او مدني ټولنو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره د اوسني وضعیت د بدلولو لپاره باید یوه بودجه په پام کې ونیول شي او د ټولو مرستو لږ تر لږه ۳۰ سلنه د جنسیتي برابرۍ او مساواتو لپاره ځانګړې شي.
دغه راز ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو پر کوربتوب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د روانې میاشتې په پای کې جوړه شي. له دې مخکې د بشري حقونو ټولنو له ملګرو ملتونو غوښتي وه، چې د افغان ښځو حقونه دې د دې غونډې اصلي محور وي او د ژوند په ټولو برخو کې دې د ښځو بشپړ، برابر او معنوي ګډون ډاډمن شي.

تازه خبرونه

په پنجشېر کې د پارنډې برښنابند تولیدي کارخونه پرانیستل شوه

هغه نن( پنجشنبې د لړم دوه‌ویشتمه)د برښنا د یادې تولیدي کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې برښنا د صنعت د ودې لپاره خورا اړینه ده او افغانستان له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د برښنا او انرزۍ د تولید لپاره پراخې اوبیزې، بادي او لمریزې سرچینې لري.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په پنجشېر ولایت کې د پارنډې برښنابند د تولیدي کارخونې پرانیسته وکړه.

هغه نن( پنجشنبې د لړم دوه‌ویشتمه)د برښنا د یادې تولیدي کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې برښنا د صنعت د ودې لپاره خورا اړینه ده او افغانستان له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې د برښنا او انرزۍ د تولید لپاره پراخې اوبیزې، بادي او لمریزې سرچینې لري.

هغه ټینګار کړی؛ د اسلامي امارت اړین لومړیتوب د انرژۍ په برخه کې پرځان‌بسیاینه ده، چې له پلي کېدا سره یې هېواد کولی شي د لوړ کیفیت لرونکي توکو د واردولو پر ځای بهر ته خپل تولیدي توکي صادر او د پانګې د جذبولو لپاره زمینه برابره کړي.

ملا برادر وایي: “د افغانستان اسلامي امارت اراده لري، چې هېواد د صنعت، کرنې، ټرانسپورټ، سوداګرۍ او د ژوند په هره برخه کې پرځان‌بسیا کړي. دا شعار نه، بلکې یو عملي پروګرام دی.”

نوموړي له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې په هېواد کې دننه د صنعت او برښنا په تولیدي سکټور کې پانګونه وکړي او دا ډاډ څرګندوي، چې اسلامي امارت به پانګوالو ته ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

د پراندې د برښنابند تولیدي کارخونه د ۴ میګاواټه برښنا د تولید وړتیا لري او تمه ده، چې د پنجشېر د اوسېدونکو د برښنا اړتیاوو لویه برخه پوره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان په پاکستان کې د روان جنګ پر ضد د پاکستان د فتوا غوښتنه رد کړه

رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نه‌ول.

Published

on

نن( چارشنبه د لړم یوویشتمه ) په یوه خبري کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال او له پاکستان سره د مذاکره کوونکي پلاوي غړي رحمت الله نجیب ویلي، چې د مذاکراتو په بهیر کې پاکستاني پلاوي له افغان پلاوي وغوښتل؛ یوه داسې فتوا صادره کړي، چې په پاکستان کې روان جنګ پرې غیر عادلانه اعلان شي.

رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نه‌ول.

هغه دا هم څرګنده کړه: افغان پلاوي په پیل کې دا ومنله، چې فتوا صادرېدی شي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې د داسې حکم صادرول د دارالافتاء دنده ده او د دې ادارې هره پرېکړه باید د اسلامي شریعت پر بنسټ وي، نه د شخصي غوښتنو یا بهرنیو فشارونو پر بنسټ.

د رحمت الله نجیب د څرګندونو له مخې؛ ممکن دا وضاحت پاکستاني لوري ته د منلو وړ نه‌وي؛ خو همدا توپیرونه د دې لامل شول، چې مذاکرات پرته له پایلو پای ته ورسیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د څارویو وبا له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې وګواښل

 دې ادارې ویلي، چې د څارویو طاعون (PPR) یوه ډېره ساري او چټکه لېږدېدونکې ناروغي ده.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (ایف ای او) خبرداری ورکړی، چې د څارویو وبا ناروغۍ (PPR) په افغانستان کې له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې ګواښلي دي.

 دې ادارې ویلي، چې د څارویو طاعون (PPR) یوه ډېره ساري او چټکه لېږدېدونکې ناروغي ده.

دې ادارې زیاته کړې؛ د آسیا پراختیایي بانک او بریټانیا د افغانستان د څارویو په ژغورنه کې مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له دې واکسینو موخه د ناروغۍ د خپرېدنې مخنیوی دی. له ۱۹۹۶ کال راپدېخوا، چې په افغانستان کې د څارویو د وبا ګواښ ته پام راوښتی دی. دا ناروغي اوس هم مالدارۍ ته یو جدي ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، د کابو کولو تدابیر یې د خپرېدو مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(ایف ای او) په راپور کې راغلي:« د څارویو واکسین پیل په افغانستان کې د خوړو، سوداګرۍ او ژوند د پايښت لپاره هڅې خوندي ساتي؛ د وزو او پسونو وبا تر ډېره د افغانستان په شمال او ختیځو ولایتونو کې مالداران ځپلي دي.»

د هېواد یو شمېر مالدارانو ويلي، چې په روستیو دوه کلنو کې مالدارن له ګڼو روغتیا يي ستونزو سره مخ کړي  او په لسګونو لوی او کوچني څار وي يي د ناڅرګندو نارغیو له کبله مردار کړي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې، د دې نارغیو د مخنیوي لپاره د څارویو روغتیایي مرکز اوسهم شتون نلري.

د اقتصادي چارو کار پوهانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خپور کړی راپور د اندېښنې  وړ بولي او وایي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت باید په هېواد کې د مالدارۍ د پراختیا او مصونیت لپاره د څارویو روغتیايي مراکزونو ته پراختیا ورکړي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د څړځایونو له کمېدا او وچکالۍ سره د مالدارۍ وده او پالنه ټکنۍ شوې، چې د ډېرو افغانانو پر ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی.

ویل کیږي، چې دا مهال په کلیوالي سیمو کې شاوخوا ۶۸ سلنه خلک مالداران دي مالداري دي او همدا یې د ژوندانه لپاره د ګټې وټې یوازنۍ لار ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!