تازه خبرونه

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

Published

on

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې ويلي؛ په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې کچه او اغېز بې‌ساری دی، چې د افغان ښځو ۴۰ کلن پرمختګ یې په درې کلونو کې له منځه وړی دی .
ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې پر افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو د پای ته رسولو لپاره د بېړني نړیوال اقدام غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې یوازې په سلو کې یوه ښځه احساس کوي، چې دوی په ټولنه کې نفوذ لري او نږدې ټولو نورو ښځو د غوراوي او د خپل واک او نفوذ د له لاسه ورکولو خبره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې بنسټ په راپور کې راغلي: په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې بې سارې ننګونې وړاندې کوي؛ د ۲۰۲۱ کال له اګست راپدیخوا طالبانو په سیسټماټیک ډول د افغانستان حقوقي بنسټونه له منځه وړي دي. په ځانګړي توګه هغه کسان، چې د جنسیت د برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې یې د پرمختګ ملاتړ کړی؛ هدف ګرځول شوي دي.
په دې څېړنه کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه د میندو له مړینې سره تړلي او څرګندوي، چې له ښوونځیو څخه د یو اعشاریه یو میلیون نجونو ایستل او په پوهنتون کې د څه باندې سل زره نورو پر زده‌کړو بندیز پر اوسني نسل ناوړه اغېزې لري، چې په دې هېواد کې یې د میندو له مړینې سره مرسته کړې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې په هېواد کې د ښځو حقوق تر بل هر وخت زیات د شریعت له مخې خوندي دي.
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې د ښځو د ټولنو او مدني ټولنو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره د اوسني وضعیت د بدلولو لپاره باید یوه بودجه په پام کې ونیول شي او د ټولو مرستو لږ تر لږه ۳۰ سلنه د جنسیتي برابرۍ او مساواتو لپاره ځانګړې شي.
دغه راز ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو پر کوربتوب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د روانې میاشتې په پای کې جوړه شي. له دې مخکې د بشري حقونو ټولنو له ملګرو ملتونو غوښتي وه، چې د افغان ښځو حقونه دې د دې غونډې اصلي محور وي او د ژوند په ټولو برخو کې دې د ښځو بشپړ، برابر او معنوي ګډون ډاډمن شي.

Trending

Exit mobile version