تازه خبرونه
په افغانستان کې د ښځو له پامه غورزولو د نړیوال تعامل مخه نیولې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د سې شنبې پر ورځ امنیت شورا ته څرګنده کړه؛ نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د اسلامي امارت له مشرانو سره د ښځو د حقونو او ټولګډونه حکومتولۍ په اړه د هغوی له تګلارو سره د ژور اختلاف باوجود هم د خپلو خبرو بهیر روان وساتي.
روزا اوتنبایوا، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشري هم کوي؛ په اوسنیو هڅو کې یې د مثبت لوري د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ښکېلتیا د یوې نوې تګلارې غوښتونکې شوه.
هغې ويلي: د ټولو خواوو د باور نهشتوالى د باور د رامنځته کولو پر وړاندې يو لوی خنډ دى، خو د خبرو اترو دروازې اوس هم پرانستې دي.
هغه څرګندوي: دا شېبه، له ستونزو سره – سره؛ یو فرصت دی. مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو، چې د خبرو دروازې نهتړل کیږي.
اوتونبایوا ویلي، چې ښکېلتیا او اړیکې د طالبانو له ۵۰ څخه د زیاتو فرمانونو له کبله کمزوره شوي، چې موخه یې له ټولنیز ژوندانه او تعلیم څخه د میرمنو لرې کول دي.
هغې زیاته کړې: هغه سياستونه، چې د ښځو د بې برخې کېدو لامل ګرځي؛ نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ نهدي.
هغې همداراز د ملګرو ملتونو د نوي راپور د څرګندونو له مخې، چې له ۵۰۰ څخه د ډېرو افغان ښځو سره مرکو پر بنسټ جوړ شوي؛ په سلو کې ۴۶ ښځو ویلي، چې اسلامي امارت باید په هیڅ صورت پر رسمیت ونهپېژندل شي.
هغې وویل: په هرصورت پوښتنه دا ده، چې ایا سره له دې پالیسیو له چارواکو سره ښکېلتیا وساتل شي او یا یې له کبله ودرول شي.
د یوناما نظر دا دی، چې مونږ باید ښکېلتیا او خبرې اترې روانې وساتو.
هغه وایي: مذاکرات پر رسمیت پېژندنه نهده. ښکېلتیا د دې پالیسیو د منلو معنا هم نهلري. برعکس: خبرې اترې او ښکېلتیا هغه څه دي، چې مونږ د دې پالیسیو د بدلولو هڅه کوو.
اوتونبایوا شورا ته څرګنده کړې، چې دا ښکېلتیا کولی شي جوړوونکې او هدف لرونکې وي او سره له دې اصولي پاتې شي.
هغې ټینګار وکړ: د ښکېلتیا یوه نوې جوړه شوې ستراتیژي باید لومړی دا ومني، چې واکمن بالفعل د افغانانو د هوساینې لپاره په ټولو اړخونو کې په ځانګړي توګه د ښځو په اړه مسوولیت لري.
په نورو برخو کې به د رښتینو چارواکو اوږدمهاله اندېښنو ته د رسیدو لپاره میکانیزمونه شامل وي؛ دغه راز د افغانانو ترمنځ صادقانه خبرې اترې، چې د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د طالبانو ( اسلامي امارت ) له بیا واکمنېدو سره پرې شوې دي.
هغې دا هم ویلي؛ سربېره پردې د نړیوالې ټولنې یو همغږۍ ته هم اړتیا شته.
د ملګرو ملتونو د جندر د برابرۍ د ادارې مشرې سیما باهوس هم د ملګرو ملتونو د ښځو شورا ته معلومات ورکړل.
هغې اړوند استازیو ته وویل، چې د طالبانو فرمانونه افغانستان ته په کال کې شاوخوا یو میلیارد دالر لګښت لري، چې یوازې به زیات شي.
دغه فرمانونه د هغه هېواد ناوړه بشري وضعیت نور هم خرابوي، چې د نفوسو دوه پر درېیمه برخه یې د ژوندي پاتې کیدو لپاره مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا ۲۰ میلیون په ځانګړي توګه میرمنې او نجونې د سختې لوږې سره مخ دي.
هغې ټینګار وکړ، چې د پرمختګ لاره باید د ښځو له غږونو او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سمه هدایت شي.
باهوس وړاندیز وکړ، چې د امنیت شورا هغه کمیته، چې د افغانستان پر ضد د بندیزونو څارنه کوي؛ یوه غونډه راوبولي، چې په دې هېواد کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو مخنیوی وڅېړي.
هغې زیاته کړه: مونږ باید هغه پیغامونه په پام کې ونیسو، چې د افغانستان وضعیت په بشپړ ډول یا په ځانګړي ډول د بشري بحران په توګه ښیي.
هغې څرګنده کړې؛ دا یو اقتصادي بحران دی، د رواني روغتیا بحران، د پراختیا بحران او نور ډېر څه. هغه اړیکه، چې دا بېلابېل اړخونه سره نښلوي د ښځو د حقونو بحران دی. دا باید لومړنۍ کرښه وي؛ له دې لارې باید مونږ وپوهیږو، چې څه رامنځته کیږي او څه باید وکړو.
هغې همداراز له استازو وغوښتل، چې په نړیوال قانون کې د جنسي اپارتاید لپاره د ځای ورکولو له هڅو بشپړ ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
ایرانیان دې د شړلو پرمهال د افغان کډوالو د حقونو له سرغړونې او سپکاوي ډډه وکړي
ملا محمد حسن اخوند زیاته کړې؛ له یوېخوا باید د شړلو په بهیر کې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وشي او له بلېخوا د افغان حکومت مسوولې ادارې باید وکولی شي د کډوالو چارې په سمه توګه مدیریت کړي.

د اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند ایرانیانو ته په خطاب کې څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت تل له ایران څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د شړلو په بهیر کې د تدریج اصول، پت او ښه ګاونډیتوب ته پاملرنه وکړي.
ملا محمد حسن اخوند زیاته کړې؛ له یوېخوا باید د شړلو په بهیر کې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وشي او له بلېخوا د افغان حکومت مسوولې ادارې باید وکولی شي د کډوالو چارې په سمه توګه مدیریت کړي.
د ریاست الوزراء خبرباڼې د نوموړي د حرګندونو له مخې څرګنده کړې: ” له ایراني چارواکو غوښتنه کوم، چې د شړلو پرمهال د افغان کډوالو له حقونو څخه سرغړونه او سپکاوی ونکړي او کډوالو ته اجازه ورکړي، چې خپل منقول ملکیت خپل هېواد ته راانتقال او خپل غیر منقول ملکیت او حسابونه په معقول ډول تصفیه کړي.”
هغه د کډوالو د شړلو او د دوی د وروستي وضعیت او د دې هېواد له خلکو څخه د تېرو څلور لسیزو راپدېخوا د افغان کډوالو د کوربتوب په اړه مننه وکړه.
تازه خبرونه
اسلامي امارت له قزاقستان څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه
په قزاقستان کې د افغانستان سفارت وایي، دواړو لورو د کابل او آستانې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

په قزاقستان کې د اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمدالرحمن د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره په لیدنه کې د روسیې لهخوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو له وروستۍ هڅې هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې قزاقستان هم پدې برخه کې خپل ګامونه پورته کړي.
په قزاقستان کې د افغانستان سفارت وایي، دواړو لورو د کابل او آستانې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
قزاقي دیپلومات د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اسلامي امارت ډیپلومات هیله څرګنده کړه، چې قزاقستان به د روسیې په څیر د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت وپېژني.
په قزاقستان کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: “په دې لیدنه کې محمدالرحمن د اسلامي امارت د بهرني سیاست، په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو، د کډوالو د وضعیت، وروستیو سیلابونو او د کارموندنې د ستونزو په اړه معلومات ورکړل. “
” نوموړي د روسیې لهخوا د اسلامي امارت له رسمیت پېژندلو هرکلی وکړ او د قزاقستان لهخوا یې د ورته اقدام هیله څرګنده کړه.”
بل لور ته، د قزاقستان ځانګړي استازي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې هېواد به یې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې همکاري وکړي.
د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي، چې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پراخولو او د اقتصادي فرصتونو پر برابرولو د افغانستان لپاره لا ډېر ډیپلوماټیک ملاتړ راجلب کړي.
د ویلو ده، چې قزاقستان له افغانستان سره په بېلابېلو او په ځانګړي توګه اقتصادي برخه کې همکاري کړې او ښې اړیکې یې پاللې دي.
تازه خبرونه
مولوي عبدالکبیر په کابل کې له ایراني پلاوي سره وکتل
مولوي عبدالکبیر له اسرائیلو سره په جګړه کې د ایراني چارواکو د شهادت د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ په تېرو څو لسیزو کې ایران د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی او نه باید، چې د کډوالو موضوع د دواړو ملتونو تر منځ د اړیکو د خرابېدو سبب شي.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چارسمبالي مولوي عبدالکبیر له یوه ایراني پلاوي سره، چې په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي علیرضا بیګدلي یې ملتیا کوله د افغانانو پر وضعیت او له هغه هېواد څخه د راستنېدونکو افغانانو د جبري ایستنې د پیل شوې څپې په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د ایران سفیر بیګدلي له اسرائیلو سره په جګړه کې د اسلامي امارت او افغان ولس له دريځ مننه وکړه او هغه یې د دوه ملتونو د یووالي څرګنده بېلګه یاده کړه.
علیرضا بیګدلي هرات او نیمروز ته د خپل وروستی سفر او له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د خپلو لیدنو جزئیات مولوي عبدالکبیر ته وړاندې کړل.
نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل په اړه لیدنې مهمې وې؛ د افغانانو شکایتونو ته د رسېدنې پر موخه دوه اړخیزې کمیټې کار پیل کړی او تر دې مهاله د افغان راستنېدونکو ګڼې ستونزې اوارې شوې دي.
د ایران سفارت استازي زیاته کړې؛ ایران د راستنېدونکو افغانانو پر ویزو جریمه معاف او د وسایلو او توکو پر انتقال یې ګمرکي تعرفې هم لغوه کړې دي.
همدارنګه نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د یوې طرحې له مخې به د اسلامي امارت د سفارت او د ایراني لوري لخوا افغانان خپلو پیسو ته لاس رسي پیدا کړي.
بیګدلي دا هم ویلي، چې لویه برخه افغانان په داوطلب ډول له ایران څخه راستانه شوي دي.
مولوي عبدالکبیر له اسرائیلو سره په جګړه کې د ایراني چارواکو د شهادت د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ په تېرو څو لسیزو کې ایران د میلیونونو افغانانو کوربتوب کړی او نه باید، چې د کډوالو موضوع د دواړو ملتونو تر منځ د اړیکو د خرابېدو سبب شي.
نوموړي له ایران څخه د افغانانو پر دواطلب ډول راستنېدلو ټېنګار وکړ او څرګندوي؛ ایراني چارواکي دې د افغانانو ستونزو ته پخپل وخت رسېدنه وکړي.
ویل کیږي، چې افغان لوري له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو د راستنولو په اړه پر یوه طرحه هوکړه کړې وه؛ خو په ایران کې د وروستیو حالاتو له کبله نیمګړې پاتې شوه.
-
تازه خبرونه5 days ago
په اسلام آباد کې د افغانانو په ګډون د ویزو د جعل کارۍ یوه ډله ونیول شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
د کال تر پایه ممکن یو میلیون نور افغانان هم له ایران څخه هېواد ته راستانه شي
-
نړۍ2 days ago
د ټرمپ د سوداګریزو تعرفو تر سیوري لاندې مارکو روبیو خپل آسیایي سفر پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
په ټګزاس کې د سیلابونو له کبله د مړو شمېر ۷۸ کسانو ته ورسېد
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days ago
په اروپا کې د تودوخې له کبله ۲۳۰۰ کسان مړه شوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د چین یو خصوصي شرکت په بېلابېلو ولایتونو کې ګډ بازارونه، لارې او صنعتي پارکونه جوړوي
-
سوداگري4 days ago
د کال په لومړۍ ربعه کې افغانستان ته د ایران ناتېلي صادرات ۵۱۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي
-
تازه خبرونه3 days ago
په هېواد کې د اداینې د برښنایي کولو لپاره هڅې روانې دي – د افغانستان بانک