تازه خبرونه

په افغانستان کې د ښکېلو لوریو د جګړو له کبله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي

Published

on

Last Updated on: زمری ۵, ۱۴۰۰

په افغانستان کې د روانو جګړو له کبله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوي، چې اوس په بد حالت کې د ژوندانه شپې او ورځې تېروي.

په هېواد کې جګړو ډېر خلک بې ځایه کېدو ته اړ کړي او په وروستیو کې د غزني له مالستان ولسوالۍ هم پېنځه زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

د دوی یو زیات شمېر یې د  کابل د لویدیځ په یوه جومات کې ځای پر ځای شوي، چې د ماشومانو له څېرو یې د جګړې وېره له ورایه ښکاري.

دا بې ځایه شوي د ملکي وګړیو د وژلو پر دوام نیوکه کوي او وایي، چې حکومت د خلکو په امنیت ساتنه کې بې غوره پاتې دی.

د مالستان له ولسوالۍ بې ځایه شوی صفر جعفري نومی وایي؛ د طالبانو په هغه برید کې، چې زمونږ پر ولسوالۍ وشو ورور او واراره مې بېګناه پر ډزو ووژل شول او دا بې ځایه شوي غریب خلک دي او د ژوندانه د خوندیتوب لپاره هیڅ هم نلري.

د مالستان له ولسوالۍ بې ځایه شوې زینب نومې ویلي: مونږ خپل کورونه او مېنې د جګړې له کبله خوشې کړي؛ پلار مې په جګړه کې ووژل شو، مونږ پر کومه ګناه وژل کیږو او حکومت مو ولې امنیت نشي نیولی؟!                

د مالستان له ولسوالۍ بې ځایه شوی نوروز رحیمي وایي: مونږ له خپلې کورنۍ دوه شهیدان لرو؛ هم مو طالب وژني او هم حکومت. مونږ څه وکړو او څه ګناه لرو، چې له دغه برخلیک سره مخ شوي یو.             

د مالستان له ولسوالۍ بې ځایه شوی قاسم احمدي وایي: ولې مونږ درپدره او ووژل شو؛ زمونږ غوښتنه له حکومت داده، چې امنیت مو خوندي کړي.                

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزارت ویلي، چې ډېريو بې ځایه شويو کورنیو د طالبانو له تاوتریخوالي خپل کورونه او سیمې پرېښي او تر اوسه له زرګونه کورنیو سره مرسته شوې ده.

دغه راز سرچینې زیاته کړې؛ د طالبانو له روان تاوتریخوالي یوازې په روان کال کې له پنځوس زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر وایي: په روان ۱۴۰۰ لمریز هجري کال کې د طالبانو له تاوتریخوالي لږ تر لږه ۵۱۰۰۰ کورنې بې ځایه شوي او د حکومت تر ادارې لاندې سیمو ته راغلي او  زمونږ مرستې ورسره روانې دي. مونږ له ۷۲۰۰۰ زره کورنیو سره، چې څلور سوه کسان کیږي مرستې کړي دي. په تېرو دوه اوونیو کې د بېځایه شویو کورنیو شمېر ۱۴۰۰۰ ته رسیږي.                 

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزارت خبرداری ورکوي، چې د تاوتریخوالي دوام به کورني بې ځایه شوي نور هم ډېر کړي او ناامني کولی شي د مرستو بهیر له ستونزو سره مخ او په افغانستان کې ستر انساني ناورین را منځته کړي.

Trending

Exit mobile version