روغتيا

په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر ډېرېدو دي – روغتیا وزارت

Published

on

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ناروغۍ مخ پر ډېرېدو ده.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ له تېرو څلیریشت ګړیو په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو په ډاګه کړې، چې د افغانستان روغتیایي سکتور د کرونا ویروس د اومیکرون بڼې د پېژندلو وس او ځواک نلري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژر وایي: په دې وروستیو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ډېرې شوي. د پېښو نښې نښانې [ښیي] چې دا به نوې بڼه وي؛ مونږ نه پوهیږو [ آیا دا اومیکرون دی که نه] ځکه، چې مونږ د [ټیسټ] کېټونه نلرو. هېوادوال باید ډېر پام وکړي.

د افغان-جاپان روغتون، چې د کرونا ناروغیو درملنې لپاره ځانګړي شوي؛ کارکوونکيو یې ويلي، له څو میاشتو راپدیخوا یې معاشونه ترلاسه کړي ندي.

د روغتون یوه چارواکي، حشمت فیضي ویلي: ډېری پېښې د اومیکرون دي … مونږ د اومیکرون پېښې د موندلو لپاره ماشینونه  او اړین کېټونه هم نلرو.

دغه راز افغان ناروغان او د هغوی خپلوان په روغتونونو کې د درملو او طبي وسایلو له کموالي اندېښمن دي.

نصر نومی ناروغ لرونکی وایي: زمونږ ناروغ د [کرونا ویروس] نښې درلودې؛ مونږ هغه دلته راولېږداوه. اوس دا څرګنده نده، چې آیا هغه پر ​​​​کرونا ویروس اخته شوی که نه.

نعمت ګل یو بل ناروغ لرونکی وایي: زمونږ ناروغ له ډېرې مودې راپدیخوا دلته بستر دی؛ مونږ دلته د اوسیدو لپاره ښه ځای نلرو او ستونزې مو باید کمې شي.

که څه هم په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې ډېرې شوي؛ خو خلک په عامه ځایونو کې د ماسکونو د کارولو سپارښتنو ته پام نکوي او نه ټولنیز واټن ته غاړه ږدي.

د یادونې ده، چې په ځینو رسنیو کې پر ویروس د اخته کیدو د مخنیوي اعلانونه هم بند شوي دي.

Trending

Exit mobile version