تازه خبرونه
په افغانستان کې د کرونا ټولې مثبتې پېښې ۲۹۱۴۳ ثبت شوي
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ويلي، چې په یوه شپه او ورځ کې درې سوه لس کسان پر کرونا ویروس اخته پېژندل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري څرګندوي، چې له یادو نویو مثبتو پېښو څخه ۱۶۶ کابل ، ۳۷ کندهار، ۲۲ بغلان، ۲۱ کندوز، ۱۱ بدخشان، ۹ تخار، ۹ هلمند، ۷ وردګ، ۶ زابل، ۵ بامیان، ۵ کونړ، ۳ غور، ۳ پروان، ۳ ننګرهار، ۲ لوګر او ۱ په پکتیا کې پر کرونا ویروس اخته شوي، چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۹ زره یو سل و دري څلوېښت ته رسیدلی دی.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ په تېره یوه شپه او ورځ کې ۷۷ کسان له درملنې وروسته ښه شوي او ۱۲ نور مړه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېرخبري سرچینو پاکستان ته له افغانستان څخه د مصنوعي تنفس مرسته شوې درویشت کمپیوټري دستګاوو له قاچاق خبر ورکړی. د راپور له مخې؛ دغه دستګاوې شپږ سوه زره امریکايي ډالر ارزښت لري، چې اوس په پېښور کې د قاچاقچیانو په لاس کې دي؛ خو د عامې روغتیا وزارت د پژواک خبري آژانس دغه رپوټ ناسم بولي او وايي، چې له افغاستان سره د مصنوعي تنفس ټولې مرسته شوې دستګاوې ثبت دي او جدي څارنه یې کیږي.
تازه خبرونه
تحول: د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم
تازه خبرونه
څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې
تازه خبرونه
د اماراتو مشر د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل
دا غونډه د ابوظبي په قصرالشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د اماراتو خبري سرچینې (وام) راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.
دا غونډه د ابوظبي په قصرالشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
دوی د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې هم وڅېړلې او په ځانګړې توګه یې د اقتصاد او پراختیا پر اړوند برخو یې خبرې وکړې.
دواړو چارواکو د افغانستان د بیارغونې او ثبات د ملاتړ لپاره پر هڅو بیاکتنه وکړه، چې موخه یې د افغانانو لپاره پرمختګ، سوکالي او اقتصادي وده ده.
سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو او افغانستان ترمنځ له همکارۍ ستاینه وکړه او له افغانانو سره یې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو ستاینه هم وکړه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق هم په دې سفر کې له حقاني سره مل دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
د راتلونکي ادارې په چوکاټ کې به امریکایي ځواکونه افغانستان ته ستانه نشي
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د کډوالۍ د مخنیوي ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه22 hours ago
ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو
-
تازه خبرونه3 days ago
۲۰۰ افغانان د ویزې ترلاسه کولو وروسته له فیلیپین څخه امریکا ته ولاړل
-
تازه خبرونه21 hours ago
امریکا ته د ۱۶۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو الوتنې وځنډول شوې
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
-
نړۍ3 days ago
په نایجریا کې د تېلو ټانکر د چاودنې کبله لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول
-
نړۍ23 hours ago
ټرمپ د امریکا د اووهڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه