تازه خبرونه

په افغانستان کې د کرونا ټولې مثبتې پېښې ۲۹۱۴۳ ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ويلي، چې په یوه شپه او ورځ کې درې سوه لس کسان پر کرونا ویروس اخته پېژندل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري څرګندوي، چې له یادو نویو مثبتو پېښو څخه ۱۶۶ کابل ، ۳۷ کندهار، ۲۲ بغلان، ۲۱ کندوز، ۱۱ بدخشان، ۹ تخار، ۹ هلمند، ۷ ‌وردګ، ۶ زابل، ۵ بامیان، ۵ کونړ، ۳ غور، ۳ پروان، ۳ ننګرهار، ۲ لوګر او ۱ په  پکتیا کې پر کرونا ویروس اخته شوي، چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۹ زره یو سل و دري څلوېښت ته رسیدلی دی.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ په تېره یوه شپه او ورځ کې ۷۷ کسان له درملنې وروسته ښه شوي او ۱۲ نور مړه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېرخبري سرچینو پاکستان ته له افغانستان څخه د مصنوعي تنفس مرسته شوې درویشت کمپیوټري دستګاوو له قاچاق خبر ورکړی. د راپور له مخې؛ دغه دستګاوې شپږ سوه زره امریکايي ډالر ارزښت لري، چې اوس په پېښور کې د قاچاقچیانو په لاس کې دي؛ خو د عامې روغتیا وزارت د پژواک خبري آژانس دغه رپوټ ناسم بولي او وايي، چې له افغاستان سره د مصنوعي تنفس ټولې مرسته شوې دستګاوې ثبت دي او جدي څارنه یې کیږي.

Trending

Exit mobile version