تازه خبرونه

په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین پروګرام پیل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۷, ۱۴۰۰

د هېواد په لویديځ  هرات کې له څلور مياشتني ځنډ وروسته د پوليو واکسيناسيون پروګرام بيا پيل شو او تمه ده، چې په دې موده کې به له ۱.۳ میلیون ډېر ماشومان واکسین شي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال محمد آصف کبیر ویلي: د هېواد ټول خلک روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نلري؛ د کمپاینونو پلي کول یوه غوره ستراتیژي ده، چې له مخې یې مونږ کولی شو په ولایتونو، ولسوالیو او ملي کچه د پولیو د له منځه وړلو لپاره له ۹۰ سلنې ډېرې سیمې تر پوښښ لاندې ولرو.

د هېواد په لوېديځ کې د روغتيا نړيوال سازمان چارواکو ويلي، چې سږ کال د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د پوليو يوازې يوه مثبته پېښه ثبت شوې؛ خو تر اوسه په هېواد کې د دغه ويروس ٤٥ ثبت شوې مثبتې پېښې لرو.

د هېواد په لویدیځ کې د یونیسف د دفتر مسوول احمدشاه احمدي ویلي: مونږ په افغانستان کې د پولیو د دوه یم ډول بدل شوی حالت لرو، چې پېنځه یې په هرات کې او ۱۷ یې د هېواد په لویدیځ کې دي. اوس هم په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د هېواد په لویدیځ کې د روغتیا نړیوالې ټولنې د پولیو پروګرام مسوول محمد اسماعیل صدیقي وایي: د پولیو د مخنیوي یوازنۍ لار له زیږون څخه تر پېنځه کلونو کم عمره ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول دي.

په هرات کې اړوند چارواکي ډاډ ورکوي، چې د پوليو واکسين په پلي کېدو کې د روغتيايي ډلو پر وړاندې کوم خنډ نشته؛ نو رضاکاران به د دغه ولايت لرې پرتو سيمو ته ولاړ شي، چې د جوماتونو له لارې ماشومانو ته د واکسين دوه څاڅکي ورسوي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ مشر مولوي نعیم الحق حقاني ویلي: مونږ دلته خپلو ټولو ګرانو خلکو او خپلو ټولو امنیتي ارګانونو ته دا پیغام ورکوو، چې د افغانستان اسلامي امارت د پولیو د له منځه وړلو لپاره دا خورا مهم داخلي بهیر د روغتیا وزارت لومړیتوب ګرزولی دی.

د هېواد په لویديځ کې د پوليو واکسيناسيون په دې پروګرام کې د رضاکارانو په ګډون لس زره پېنځه سوه کسان ګډون لري، چې ټاکل شوې د هېواد د لویديځ په څلور ولايتونو کې ماشومان واکسين کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ويلي؛ سبا به په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین پیل شي. او له کورنیو یې غوښتي، چې خپل ماشومان واکسین کړي.

ټاکل شوې، چې په دې کمپاین کې به په څلور ورځو کې ۹.۹ میلیونه ماشومانو ته واکسین تطبیق شي.

Trending

Exit mobile version