تازه خبرونه

په افغانستان کې د ګډو ګټو لپاره یوه ځواکمنه اجماع رامنځته شوې – ټوماس ویسټ

Published

on

(Last Updated On: کب ۴, ۱۴۰۲)

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ د پنجشنبې پر ورځ (د کب درېیمه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د فبرورۍ پر اتلسمه او نولسمه د دوحې له تر سره شوي دوه ورځني کنفرانس څخه واشنګټن ته راستون شوی دی.

ټوماس ویسټ د دوحې د غونډې په اړه څرګنده کړې؛ هیڅ هېواد نه غواړي، چې د تروریزم ګواښ له افغانستان څخه راپورته شي او ټول کار او ټولنیز ژوندانه ته د افغان نجونو د راګرځېدا او د منځنيو ښوونځيو، لیسو او پوهنتونونو د پرانیستې غوښتونکي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې له افغانانو سره د مرستې لپاره کلکې ژمنې شته؛ خو د اقتصادي ثبات او د افغانانو د اقتصادي راتلونکي مالکیت په اړه اندېښنې شته.

ټوماس ویسټ د اسلامي امارت له‌خوا د کوکنارو پر کښت د بندیز د پلي کیدو یادونه هم کړې او وایي، چې ډېرو هېوادونو منلې او د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د ارزونې له مخې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

دغه راز نوموړي د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره ناستې ته نغوته کړې او ټینګار کوي، چې امریکا د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د افغانستان په اړه د دغه راز غونډو له جوړېدو ملاتړ کوي.

همدارنګه په دې اړه وایي، چې د افغانانو او نړیوالو ګډې ګټې باید د دغو غونډو په‌سر کې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د دوحې له غونډې مخکې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي پر استازیتوب له ملګرو ملتونو څخه دې غونډې ته د لوړې کچې د خبرو اترو او تعامل وړاندیز کړی و؛ خو د نه منل کېدو پر دلیل بیا اسلامي امارت په دې غونډه کې د نه ګډون پرېګړه وکړه.

Trending

Exit mobile version