روغتيا
په افغانستان کې روغتیایي حالت مخ پر خرابېدو دی
د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي مشر ټډروس اډهانوم په افغانستان کې د روغتیا وضعیت خراب بللی دی.
اډهانوم د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړې: له یوشمېر پرمختګونو سره سره، په افغانستان کې روغتیایي وضعیت اوس هم خراب دی او بشري بحران د خلکو ژوند ګواښلی دی.
ټډروس اډهانوم د سې شنبې پر ورځ د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا له چارسمبالي قلندر عباد سره په جینوا کې وکتل او دواړو لوریو د افغانستان پر روغتیایي ضرورتونو، د روغتیایي سیستم پیاوړتیا ، د بېړني حالت چمتوالي، د روغتیایي ځواک روزنې، چې میرمنې په کې مرکزي رول لري، خبري اتري کړې دي.
تډروس ګیبریوس ویلي، چې له عباد سره یې د ملاقات پرمهال د لوړو زده کړو په ګډون په ټولو سطحو کې د نجونو د زده کړو په اړه خبري اتري کړي دي.
ټدروس اډهانوم زیاته کړې: په افغانستان کې ډېره اړتیا د کرونا ویروس د نوې بڼې اومیکرون د تشخیص لپاره د تشخصیه وسایلو چمتو کولو ته ده؛ ځکه، چې پېښې یې مخ پر زیاتېدو دي.
تډروس ویلي، چې د روغتیا نړیواله ټولنه په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې او همدارنګه د ګوزڼ او شري د واکسیناسیون د کمپاینونو ملاتړ کوي.
قلندر عباد د اسلامي امارت له یوه پلاوي سره د ژنیو غږ بنسټ، چې د جګړو پرمهال د ملکي وګړیو د خوندیتوب لپاره کار کوي؛ پر بلنه سیوس ته تللی او د دغه هېواد له یو شمېر نادولتي بنسټونو سره د بشري مرستو او بشري حقونو په اړه بحث او خبرې کوي.
دغه بنسټ له دوشنبې څخه تر جمعې ورځې پورې د تړلیو ورونو تر شاه د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربتوب کوي، چې موخه یې هغه هیواد ته له خنډ پرته د بشري مرستو رسول دي.
