تازه خبرونه
په افغانستان کې سوله به د سیمې سوداګرۍ ته وده ورکړي -عمران خان
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات به د ټولې سیمې لپاره ګټور وي او ورسره به نور اقتصادي فرصتونه هم رامنځته شي.
نوموړي د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له چارسمبالی نثار احمد فیضي غوریاني سره په کتنه کې ویلي: په افغانستان کې سوله به د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د نويو فرصتونو په برابرولو کې د ټولې سیمې لپاره ګټوره وي.
د پاکستان لومړي وزیر څرګنده کړې؛ پاکستان او افغانستان ښه ډېر اقتصادي فرصتونه لري، چې په وینا یې یوازې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ له لارې ترلاسه کیدی شي.
عمران خان همدارنګه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان دوامداره ملاتړ تکرار کړ او د خبرو اترو د سیاسي جوړجاړي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
دغه راز نثار احمد فیضي غوریاني د سولې له بهیره څخه د پاکستان له ملاتړ او د دواړو حکومتونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا له هڅو مننه وکړه.
غوریاني، چې د پاکستان – افغانستان ۲۰۲۰ د سوداګرۍ او پانګونې په ناسته کې د ګډون لپاره اسلام آباد ته تللی؛ د دغه هېواد له لوړ پوړیو چارواکو سره یې لیدلي او د دواړو هېوادونو پر ترانزیتي مسلو او سوداګرۍ یې هر اړخیزې خبرې کړي.
تازه خبرونه
ازبکستان د افغان-ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې د اړینو مسلو له حل خبر ورکړ
له دې مخکې د تېر کال په جون کې د کابل پر کوربتوب د افغانستان، ازبکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو لومړۍ غونډه ترسره کړې او پر مهال یې د بین الحکومتي چوکاټ تړون لاسلیک شوی دی. دې تړون د دغو درې هېوادونو ترمنځ د اوسپنېپټلۍ لپاره د امکان سنجونې د مطالعې ترسره کولو بنسټ کېښود.
د ازبکستان ټرانسپورټ وزارت څرګنده کړې؛ د افغان- ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې اړوند اړینې تنظیمي مسلې حل شوي او اوس د امکان سنجونې پر مطالعه راڅرخېدلي دي.
له دې مخکې د تېر کال په جون کې د کابل پر کوربتوب د افغانستان، ازبکستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو لومړۍ غونډه ترسره کړې او پر مهال یې د بین الحکومتي چوکاټ تړون لاسلیک شوی دی. دې تړون د دغو درې هېوادونو ترمنځ د اوسپنېپټلۍ لپاره د امکان سنجونې د مطالعې ترسره کولو بنسټ کېښود.
د درې اړخیزې طرحې له مخې؛ ۵۷۳ کیلومټره اوسپنېپټلۍ به په ازبکستان کې ترمذ د افغانستان له مزار شریف او لوګر سره ونښلوي او بیا به په پاکستان کې خرلاچي ته وغځول شي.
د اوسپنېپټلۍ د جوړولو له بشپړېدا وروسته تمه ده، چې په کال کې تر ۲۰ میلیون ټنو پورې لېږد وشي، چې د ټرانسپورټ لګښتونه به د پام وړ کم او د ټرانسپورټ وخت به هم رالنډ کړي.
تازه خبرونه
عبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
عبدالحق همکار یاد ریاست ته د ورپېژندلو په مراسمو کې د مسوولانو بدلون یو مهم اداري اصل وګاڼه او څرګندوي، چې په نظام کې هر چارواکی د مشرتابه د اطاعت پر بنسټ ورسپارل شوې دنده ترسره کوي او خلکو ته د هغې مطابق خدمات وړاندې کوي.
د افغانستان اسلامي امارت د رهبر د حکم له مخې عبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوی اجرائیوي رییس وټاکل شو.
عبدالحق همکار یاد ریاست ته د ورپېژندلو په مراسمو کې د مسوولانو بدلون یو مهم اداري اصل وګاڼه او څرګندوي، چې په نظام کې هر چارواکی د مشرتابه د اطاعت پر بنسټ ورسپارل شوې دنده ترسره کوي او خلکو ته د هغې مطابق خدمات وړاندې کوي.
همکار وایي؛ څرنګه، چې نن په افغانستان کې له ورځني ژوند څخه تر اقتصادي پرمختګ پورې هرڅه له برښنا سره تړلي دي؛ نو په دې برخه کې د ډېرو نورو خدمتونو وړاندې کولو ته اړتیا ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي په کابل کې د یوناما له چارسمبالې سره وکتل
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې کابل ته د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د سفر، له نشهیي توکو سره د مبارزې او د دوحې بهیر په چوکاټ کې د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه د کاري ډلو د پرمختګ او راتلونکو غونډو او نورو اړوند مسلو په اړه بحث وشو.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سېشنبې پر ورځ( د مرغومي درویشتمه) په کابل کې د یوناما له چارسمبالې(سرپرست مشرې) جورجټ ګانیون سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې کابل ته د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د سفر، له نشهیي توکو سره د مبارزې او د دوحې بهیر په چوکاټ کې د خصوصي سکټور د ملاتړ په اړه د کاري ډلو د پرمختګ او راتلونکو غونډو او نورو اړوند مسلو په اړه بحث وشو.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر خان متقي ویلي؛ اسلامي امارت د دوحې بهیر په کاري ډلو کې د قناعت وړ پرمختګ کړی، خو مخالف لوري تر اوسه ندي توانیدلي، چې د بدیل معیشت او بانکي ستونزو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړي.
د متقي د څرګندونو له مخې، اړینه ده، چې اړوند خواوې اغېزمن ګامونه پورته کړي او په نورو سکټورونو کې هم پرمختګ وکړي.
ګانیون د دې میاشتې په پای کې د میرمن رزماري ډیکارلو سفر ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغې د دوحې بهیر د دوه کاري ډلو د تېرو غونډو پایلې هم مثبتې و ارزولې او یادونه یې وکړه، چې دې برخې ته به ډېره پاملرنه وشي.
-
سوداگري2 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
سوداگري2 days agoد سره زرو بیه د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته
-
تازه خبرونه1 day agoپه امریکا کې پر جرمونو ککړ یو افغان ونیول شو
-
لوبی2 days agoد افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته ماتې ورکړه
-
نړۍ3 days agoاسرائیلو پر ایران د امریکا د شوني برید له کبله د لومړۍ کچې امنیتي چمتووالی نیولی
-
تازه خبرونه2 days agoولې نور هېوادونه له افغانستان څخه امنیتي اندېښنه نلري؟ – د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر
-
نړۍ2 days agoد ایران د انټرنېټ فعالولو په اړه به له ایلان ماسک سره خبرې وکړم – ټرمپ
-
تازه خبرونه2 days agoپه هند کې د یوه افغان زدهکوونکي مړی وموندل شو
