تازه خبرونه
په افغانستان کې شاوخوا ۲۳زره ترهګر حضور لري – روسیه
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې له نیمایي څخه ډېر جنګیالي بهرني وګړي دي؛ داعش شاوخوا ۳۰۰۰، پاکستاني طالبان ۵ څخه تر ۷۰۰۰ او القاعده ۴۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په افغانستان کې له ۲۰ څخه تر ۳۰زره جنګیالي حضور لري، چې پوځي او سیاسي وضعیت یې اوس هم ننګوونکی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې له نیمایي څخه ډېر جنګیالي بهرني وګړي دي؛ داعش شاوخوا ۳۰۰۰، پاکستاني طالبان ۵ څخه تر ۷۰۰۰ او القاعده ۴۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ دي.
په کوچنیو ډلو کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او جماعت انصارالله نومونه اخیستل کېدی شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې داعش یوازنۍ ډله ده، چې د اسلامي امارت پر وړاندې فعاله ده؛ خو دا د سیمې د نیولو توان نلري او اصلي هدف یې پر حکومت باور کمزوری کول دي. د امنیتي ځواکونو عملیاتو په تېر یو نیم کال کې د داعش بریدونه کم کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل په افغانستان کې د وسلوالو ډلو شتون رد کړی او څرګندوي؛ اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.