سوداگري
په افغانستان کې له بدخشان څخه تر هرات پورې د ډبرو سکرو یو کمربند شته
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي: په هېواد کې د ۷۰۰ کیلومټره پر اوږدوالي او ۴۰ کیلومټره پلنوالي یو کمربند شته، چې افغانستان ترې په پراخه پیمانه استفاده کولی شي او اوس هم دا لړۍ روانه ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې له بدخشان څخه تر هرات پورې د ډبرو سکرو یو کمربند شته، چې ۷۰۰ کیلو مټره اوږدوالی او څلوېښتو کیلومټره پلنوالی لري.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي: په هېواد کې د ۷۰۰ کیلومټره پر اوږدوالي او ۴۰ کیلومټره پلنوالي یو کمربند شته، چې افغانستان ترې په پراخه پیمانه استفاده کولی شي او اوس هم دا لړۍ روانه ده.
نوموړي ويلي؛ د ډبرو سکرو دوه لوی تړونونه لاسلیک شوي، چې یو يي په سرپل او بل يي په هرات کې دی، چې د استخراج او پروسس لړۍ یې هم روانه ده.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې له ډبرو سکرو څخه د انرژۍ تولید د دوۍ د پالیسۍ یوه برخه ده او له ځینو پانګوالو سره يي خبرې هم پیل کړې دي.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند ويلي، چې په هېواد کې د ډبرو سکرو شتون د انرژۍ د تولید لپاره له خورا مهمو عناصرو څخه شمېرل کیږي او له خصوصي سکټور سره خبرې روانې دي، چې د انرژۍ تولید پیل کړي.
د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وایي: مونږ په هېواد کې د ګاز، اوبو، باد او لمر ترڅنګ د ډبرو سکرو پر برښنا هم فکر کوو او که له خصوصي سکټور سره پایلې ته ورسیږو؛ کار به پرې پیل کړو.
د خصوصي سکټور غړيو ويلي، چې د هیواد د انرژۍ اړتیا ته په کتو حکومت باید په هېواد کې د ډبرو سکرو څخه د انرژۍ د تولید لپاره اقدامات وکړي، چې د هېواد د انرژۍ د کمښت ستونزه بنسټیزه حل شي.
د صنایعو او کانونو خونې غړی عبدالنصیر رشتیا وایي: په هېواد کې د ډبرو سکرو لوړ ظرفیتونه شته او له دې طرفیتونو څخه باید استفاده وشې خصوصا د انرژۍ د تولید په برخو کې به د برښنا د کمښت ستونزه بیخي اواره شي.
د اقتصادي چارو شنونکي هم وايي که حکومت له ډبرو سکرو څخه د انرژې تولید ته راودانګي؛ افغانستان به ډېر ژر د انرژۍ د کمښت له ستونزو خلاص شي.
