کوید۱۹
په افغانستان کې له تېرو څلیریشت ګړیو۹۲ کرونایي ناروغان مړه شوي

په هېواد کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د د کرونا ناروغۍ له کبله ۹۲ ناروغان مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۴۳۸۹ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۱۳۸۴ یې مثبتې پېژندل شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په همدومره موده کې پر کرونا اخته ۴۹۷ ناروغان رغېدلي او له روغتون رخصت شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې له دې معلوماتو سره د ټولو ثبت شویو مثبتو پېښو شمېر ۱۰۱۹۰۶ ته او د مړینې هغه ۴۱۲۲ کسانو ته رسیدلی.
کوید۱۹
د چین کرونایي بندیزونو د سانیا ښارګوټي ۲۵ زره سیلانیان اغېزمن کړي

د چین مشهور سیاحتي تاپو هاینان د دوشنبې پر ورځ ډېرې سیمې وتړلې؛ ځکه، چې په تېرو دوه کلونو کې د خورا لږ پېښو له ثبتولو وروسته اوس د تر ټولو بدې کرونایي ناروغۍ سره مبارزه کوي.
نشنل راپور ورکړی، چې د یکشنبې له ورځې د سیلانیانو د هاینان تاپو د سانیا په ښار شاوخوا ۲۵۰۰۰ سیلانیان بند پاتې دي.
د سویلي چین د تاپو په دې ښار کې، چې تېر کال یې د کرونا ویروس یوازې دوه پېښې ثبت کړې وې؛ په روانه میاشت میاشت کې یې پر کرونا ویروس اخته له ۱۴۰۰ څخه ډېرې مثبتې پېښې راپور کړې دي.
که څه هم دا د نړیوالو معیارونو له مخې ډېرې ندي؛ خو دا شمېر په ۲۰۱۹ کې له ووهان ولایته د خپرې شوې کرونان له شمېره د هېواد پر کچه ترټولو سترشمېر دی.
د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د هایکو ولایت مرکز له شاوخوا ۲.۹ میلیون اوسیدونکیو سره او دوه کوچنيو ښارګوټيو؛ لیدونګ او چینګمای د دوشنبې پر ورځ خپل اوسیدونکي په کورونو کې بند کړل.
د یکشنبې تر ورځې پورې د چین دې تاپو له نښو نښانو سره ۲۳۱۲۶۶ پېښې د ځایي ناروغانو او نړیوالو مسافرانو په ګډون ثبت کړې.
کوید۱۹
د جو بایدن د کرونا کتنه منفي شوه

د سپینې ماڼۍ داکترانو د شنبې پر ورځ (د زمري پېنځلسمه) څرګنده کړې، چې د امریکا د ولسمشر جوبایدن د کرونا ویروس د کتنې پایله له څو ورځو راپدیخوا مثبته وه او اوس منفي شوې ده.
د رویترز په ډاګه کړې؛ داکتر کوین اوکانر په یوه لیک کې ویلي، چې بایدن به تر هغې قرنطین وي، چې د دوه یم کتنه یې هم منفي شوې نه وي.
د امریکا د ۷۹ کلن ولسمشر، چې د جولای پر ۲۱ یې د کووید – ۱۹ کتنه مثبته ښودل شوې وه؛ له دوه اوونیز قرنطین وروسته یې د بلې کتنې پایله د جولای پر ۳۰ بیا مثبته شوه.
داکتر کوین اوکانر وایي، چې دا “بیا راګرزېدل” د ناروغانو په خورا لږ سلنه کې یوه نادره پېښه ده، چې د کرونا ضد پکسلووید اخلي.
کوید۱۹
درې بڼې لرونکې کرونا له خپلو نښو سره وپېژندل شوه

په بریتانیا کې د لندن کینګ کالج څانګوالو او متخصصینو په خپلو څېړنو کې درې بڼې لرونکې اوږدمهاله کرونا له بېلابېلو نښو سره وپېژندله.
بریتانوي کارپوهانو ویلي: داسې ښکاري، چې درې بڼې لرونکې اوږدمهاله کرونا هره یوه خپله نښه لري.
د لندن کینګ کالج د څانګوالو د څرګندونو له مخې، لومړۍ ډله ناروغان عصبي نښې لکه سړیا، د ذهني ستړیا احساس او د سر درد تجربه کړې. دا ناروغي په هغو خلکو کې لیدل شوې، چې د الفا او دلتا پر بڼو اخته شوي وه.
دوه یمه ډله له تنفسي ستونزو سره مخ وي، چې د سینې درد او ساه لنډۍ کولی شي سږي زیانمن کړي. دا نښې د ناروغۍ د لومړۍ څپې د بهیر په اخته شويو خلکو کې لیدل شوې دي.
درېیمه ډله له بېلابېلو نښو سره مخ دي. د زړه درزا، د عضلاتو درد او د پوستکي او ویښتو له بدلونو سره مخ کیږي.
څانګوالو زیاته کړې: په ټولو فشارونو او بڼو کې د نښو درې ټولګې لیدل شوې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
له ۲۵ کلونو وروسته د بلخ ولایت سیلو بیا کار پیل کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
مونږ د خپلو اوبو له یوه څاڅکي هم تېرېدونکي نه یوو
-
تازه خبرونه2 days ago
د کمال خان د بند اوبه د ایران سیستان ته ورسېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
په کندهار کې د اوبو د دوه بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې
-
تازه خبرونه5 days ago
د تایوان شاوخوا ته مو پوځي روزنې روانې دي – چین
-
سوداگري5 days ago
آریانا افغان شرکت هند ته الوتنې بیا پیلوي
-
تازه خبرونه5 days ago
په ۱۰ کې ۹ افغانان د خواړو له لږوالي سره مخ دی – د خواړو نړیوال پروګرام
-
سوداگري4 days ago
حکومت د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د ریلپټلۍ پروژه بشپړوي