تازه خبرونه
په افغانستان کې له نیمايي ډېر ماشومان له رسمي زدهکړو بېبرخې دي- ملګري ملتونه
د دې دوه بنسټونو په ګډ راپور کې، چې« په ۲۰۲۶ز.کال کې د افغانستان د زدهکړو وضعیت» نومېږي؛ خبرداری ورکړ شوی، چې د هېواد ښوونیز نظام د زدهکړو لپاره د غوښتنې زیاتوالي، د نفوس د ودې، پرلهپسې کړکېچونو، د پانګونې د کموالي او له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د پراخې بېرته راستنېدا له کبله له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي بنسټ( یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) په یوه تازه راپور کې څرګنده کړې: د افغانستان له نیمايي ډېر هغه ماشومان، چې د لومړنیو زدهکړو عمر لري؛ رسمي زدهکړو ته لاسرسی نهلري او څه باندې ۲.۶ میلیون نجونې هم نهشي کولی له شپږم ټولګي پورته خپلې زدهکړې روانې وساتي.
د دې دوه بنسټونو په ګډ راپور کې، چې« په ۲۰۲۶ز.کال کې د افغانستان د زدهکړو وضعیت» نومېږي؛ خبرداری ورکړ شوی، چې د هېواد ښوونیز نظام د زدهکړو لپاره د غوښتنې زیاتوالي، د نفوس د ودې، پرلهپسې کړکېچونو، د پانګونې د کموالي او له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د پراخې بېرته راستنېدا له کبله له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دی.
د راپور له مخې: په افغانستان کې د زدهکړو عمر لرونکو کسانو، چې له اووه څخه تر ۱۸ کلونو پورې عمرونه لري؛ شمېر په ۲۰۱۹ز.کال کې له شاوخوا ۱۰.۴ میلیون څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیون کسانو ته لوړ شوی، چې له کبله یې پر ښوونځیو، ښوونکو او ښوونیزو خدمتونو فشار زیات شوی دی.
دغه راز سږ کال له ګاونډ هېوادونو څخه څه باندې یو میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، چې څه باندې ۲۴۵ زره یې ماشومان دي.
په راپور کې زدهکړو ته د لاسرسي نابرابرۍ ته نغوته شوې، چې د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدا راپدېخوا څه باندې ۲.۶ میلیون نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زدهکړو بېبرخې پاتې شوې دي.
د دغو دوه بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ د ځوانو نجونو لپاره د بدیلو زدهکړیزو فرصتونو لکه ټولنیزې زدهکړې، د سواد زدهکړې او مسلکي مهارتونو پروګرامونه، له لرې واټنه زدهکړې او خصوصي تدریس، د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نهکوي.
په راپور کې راغلي، چې د ټولنې پر بنسټ شاوخوا پنځه زره او ۳۰۰ ښوونیزو ټولګیو نږدې ۱۶۲ زره زدهکوونکو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي؛ خو دغه پروګرامونه د رسمي او حضوري زدهکړو ځای نهشي نیولی.
دغه راپور همدارنګه په ښوونیز نظام کې د هلکانو د ګډون د کموالي یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د لومړنیو زدهکړو د عمر شاوخوا ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي عمومي زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
له دې ننګونو سره- سره افغان کورنۍ اوس هم خپلو ماشومانو ته د زدهکړو د فرصتونو برابرولو هڅې کوي.
د راپور له مخې، تېر کال شاوخوا ۶.۶ میلیون ماشومان په دولتي لومړنیو ښوونځیو کې شامل شوي، چې د ۲۰۲۲ز.کال پر پرتله شاوخوا ۵۶۰ زره کسان زیاتوالی ښيي؛ خو د نوملیکنې دغه زیاتوالی د زدهکړو عمر لرونکو ماشومانو د نفوس له ودې سره سمون نهلري.
په راپور کې د زدهکړو کیفیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی او راغلي، چې د یوې ټولهېوادیزې ارزونې له مخې؛ د څلورم ټولګي له نیمايي کم زدهکوونکي د ژبې په برخه کې اړینو لومړنیو مهارتونو ته رسېدلي دي.
دغه راز د افغانستان د لوړو زدهکړو برخه هم د ۲۰۲۱ز.کال له مخکنیو کلونو سره پر پرتله د پام وړ کوچنۍ شوې ده.
په راپور کې راغلي، اوسمهال د هېواد په پوهنتونونو کې شاوخوا ۲۰۸ زره زدهکړیالان پر زدهکړو بوخت دي. په داسې حال کې، چې دغه شمېر په ۲۰۲۴ز.کال کې شاوخوا ۱۸۹ زره او په ۲۰۲۰ز، کال کې نږدې ۴۳۰ زره کسان و.
یونسکو او یونیسف د افغان نجونو او ښځو د اړوند زدهکړو د حق د بېرته ورکړې غوښتنه کړې او د پوهنې په برخه کې یې د پانګونې پر زیاتوالي، د ښوونکو د وضعیت پر ښهوالي او د درسي توکو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
دغو دوه بنسټونو خبرداری ورکړی، چې که د شته ننګونو د اواري لپاره بېړني ګامونه پورته نهشي؛ د افغانستان د ماشومانو او تنکیو ځوانانو یو بشپړ نسل به له زدهکړیزو فرصتونو پاتې شي؛ دا هغه څه دي، چې د هېواد پر راتلونکې بیارغونه او پرمختګ ناوړه اغېزې لرلی شي.