کوید۱۹
په افغانستان کې له ۴ میلیون ډېرو کسانو د کرونا واکسین اخیستی – د روغتیا نړیواله ټولنه
د روغتیا نړیوالې ټولنې (WHO) څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د کرونا ویروس له نوې څپې سره هممهاله د واکسین کولو چارې روانې دي او تر اوسه له څلور اعشاریه یو میلیون ډېر کسان واکسین شوي دي.
د دغې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ د نرینه وو تر څنګ د واکسین شویو کسانو څخه ۵۰ سلنه یې ښځې دي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې نن (پنجشنبه د کب ۵ / د فبرورۍ ۲۴ ) په خپله ټویټرپاڼه کې په په ډاګه کړې، چې د افغانستان ۱۲ اعشاریه ۵ سلنه وګړيو د واکسین بشپړ کورس ترلاسه کړی دی.
د روغتیا نړیوالې ټولنې (WHO) زیاته کړې، چې د کرونا واکسین له دې ناروغې څخه د مړینې مخنیوی کوي او پر خلکو یې غږ کړی، چې د دغه ویروس پر وړاندې ځانونه واکسین کړي.
دې سازمان ټینګار کړی، چې په دې اړه به خپلې هڅې روانې ساتي.