تازه خبرونه
په افغانستان کې ماینونه هره میاشت ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړوي- اوچا
د ملګرو ملتونو بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي؛ افغانستان پر ماینونو او ناچاودو توکو یو له ککړو هېوادونو څخه دی او هره میاشت په کې له ۶۰ ډېر کسان، چې ډېري یې ماشومان دي وژل کېږي او یا هم معلولیږي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې له ۴ سوه څخه د ډېرو سیمو دوه پر درېیمه برخه پر چاودیدونکیو توکو ککړه ده.
اوچا زیاته کړې؛ درې ميليون خلک د ماينونو، لاسيبمونو او له جګړې څخه پاتې شويو چاودېدونکيو توکو په يو کيلو مترۍ کې ژوند کوي.
اوچا وایي، چې د افغانستان ځمکنۍ ککړتیا له ۲۰۰۱ ز. کال مخکې او ترې را وروسته میراث دی.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ د روزګان، کندوز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ او سمنګان ولایتونه د ماینونو او چاودېدونکیو توکو له کبله، چې له جګړې راپاتې دي؛ سخت اغېزمن شوي ولایتونه دي.
اوچا ویلي، ان د ښوونځیو په ګډون یو زیات شمېر پېخبناوې پر چاودېدونکیو توکو ککړې دي.
اوچا وایي: هغه کورنۍ، چې له کرنې، مالدارۍ او شپونولۍ سره تړلي معيشت لري؛ د چاودېدونکیو توکو له خطر سره مخ دي.
همدارنګه راستنېدونکي وګړي هم زیانمنونکي دي؛ ځکه، چې دوی له هغو سیمو خبر نهدي، چې ماینونه لري.
په افغانستان کې د بېوزلۍ د کچې له ژورېدو سره ډېر ماشومان او لویان د پیسو پیداکولو لپاره د اوسپنې راټولولو لپاره د توپونو او هاوانونو د مرمیو لټون ته هڅول کیږي، چې دردناکې پایلې لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر دا هم ویلي، د ماینونو د خطرونو د مخنیوي لپاره امکانات نهلري.
د اوچا په راپور کې راغلي، چې اوسمهال د ماینونو له خطرونو سره مبارزه راکمه شوې ده.
تازه خبرونه
دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
