تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت او د ښځو حقونه د خلکو بنسټیزه اړتیا ده – ابراهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، چې د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۲ ) اندونیزیا ته تللی؛ د دې هېواد له ولسمشر جوکو ویدودو سره یې یوه خبري کنفرانس ته د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه په نغوته کې ویلي، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره باید د ټولنیزو فعالیتونو امکانات برابر شي.
ابراهیم رییسي ويلي: مونږ پهدې باور یوو؛ افغان ښځې او نجونې د دې وړتیا لري، چې خپل هېواد ته ویاړ ور په برخه کړي او دوی ته باید د زدهکړو له فرصتونو د ګټې اخیستنې په ګډون د ټولنیزو فعالیتونو زمینه برابره شي.
دغه راز نوموړي په افغانستان کې پر ټولګډونه حکومت هم ټینګار کړی او وایي، چې ټول قومونه او مذهبونه باید په کې ونډه ولري.
د راپورونو پر بنسټ، ایران او اندونیزیا د همکارۍ د ۱۱ سندونو پر لاسلیکولو سربېره په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د دالرو پر ځای د دواړو هېوادونو د ملي اسعارو د کارولو هوکړه وکړه.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي اندونیزیا ته د دغه هېواد د ولسمشر پر بلنه جاکارتا ته سفر کړی دی.
