تازه خبرونه
په افغانستان کې پر کرونا تازه ۱۹۴ کسان اخته او ۲۲ مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې کرونا وبا تازه دوه ویشت کسان مړه کړي او ۱۹۴ پرې اخته شوي، چې له دې سره د ټولو اخته ناروغانو شمېر ۳۳۳۸۴ ته پورته شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وایي: په تېرو څلیریشت ګړیو کې ۴۹۵ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۱۹۴ یې مثبتې ثبت شوي؛ ۲۲ د مړینې پېښې لرو او ۴۹۵ نور ناروغان رغیدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت دا هم ویلي، چې پدې وبا ډېر اخته کسان په هرات، تخار، دایکندي او کابل کې دي.
له ۱۹۴ مثبتو پېښو څخه ۵۷ په هرات، ۳۲ په دایکندي، ۲۳ په تخار، ۱۵ په کابل، ۱۲ په بادغیس، ۱۱ په بلخ، ۱۱ په غزني، ۵ په پروان، ۵ په بدخشان،۶ په کندهار، ۶ په میدان وردګ، ۲ په کونړ، ۲ په خوست، ۱ په ننګرهار، ۱ په لغمان او ۳ په پنجشېر ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، کرونا وبا تر دې مهاله نهه سوه څلیریشت کسان مړي کړي او بېرته ترې رغیدلي کسان شل زره یو سل و یو پنځوس ته رسیږي.
تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکا پر مشرۍ د ځواکونو پر بې نظمه وتلو پښېمانه نه یم – لوید آستین

د امریکا دفاع وزیر لوید آستین د ولسي جرګې د وسلهوالو خدماتو کمیتې ته د څرګندونو پر مهال ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بې نظمه وتلو پر څرنګوالي هیڅ پښیمانه نه دی.
د چارشنبې پر ورځ جمهوري غوښتونکیو د ولسي جرګې د وسلهوالو خدماتو کمیتې د ناستې پرمهال د پنټاګون د ۲۰۲۴ مالي کال د بودجې بیاکتنه هم وکړه.
د یادې ناستې پر مهال آستین ویلي؛ زه د [ولسمشر بایدن] د پرېکړې ملاتړ کوم او هیڅ پښېمانه نه یم.
جمهوري غوښتونکیو وکیلانو هم له افغانستان څخه د امریکا د ملکي یا نظامي مشرانو د بې مسوولیته وتلو پر څرنګوالی نیوکه وکړه.
د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د پنتاګون په قومندانۍ کې داسې څوک شته، چې په افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې د ناکامۍ مسؤلیت ومني؛ آستین وویل: تر هغې، چې زه پوهیږم، نه!
لوید آستین له لوی درستیزانو جنرال مارک میلي سره له راڅرګندېدو وروسته وویل، چې د جګړې په بهیر کې د امریکایي سرتېرو پر ستر کار او قربانیو ویاړي.
د چهارشنبې د ورځې دغه شاهدي په داسې حال کې تر سره شوه، چې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې مشر مایکل مک کال د امریکایي ځواکونو د بې مسوولیته وتلو په اړه څېړنې ترسره کوي.
مک کاول په وار وار له بهرنیو چارو وزارت څخه د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د وتلو اړوند مسلو په اړه د اسنادو غوښتنه کړې وه؛ خو بهرنیو چارو وزارت د اسنادو په چمتو کولو کې پاتې راغی او مک کاول د دوشنبې پر ورځ د احضاریې حکم صادر کړ.
تازه خبرونه
د افغانستان په اووه ولایتونو کې ۶۴۵ کورنۍ سیلابونو ځپلي دي- اوچا

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) څرګنده کړې؛ د افغانستان په اووه ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو شاوخوا ۶۴۵ کورنۍ زیانمنې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا ) ویلي؛ مرستندویه ادارې د اغیزمنو سیمو ارزونه کوي او له اړتیاوو سره سم مرستې چمتو کوي، خو محدوده بودجه د مرستو رسولو د کچې وړتیاوې محدودوي.
د مهاجرت نړیوالې ټولنې په بلخ ولایت کې د وروستیو سیلابونو له کبله له ۵۰۰ څخه زیاتو زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ یو شمېر زیانمن شوي کسان د مرستو له کموالي اندېښمن دي او وايي، چې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ استوګن سلطان علي وايي: که زارع ولسوالۍ پوره مرسته ونه رسیږي؛ نو په راتلونکي کې به د خلکو لپاره ناوړه پايلې رامنځته شي.
د دې ولسوالۍ يو بل اوسیدونکي قادر خان ويلي: سېلاب مو څاه ګانې له خټو ډکې کړې؛ مونږ پاکې اوبه نهلرو.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ټینګار کوي، چې دوی په بېلابېلو ولایتونو کې له سېلاب ځپلیو سره یو څه مرستې کړې؛ خو ډېرو نورو مرستو ته اړتیا لیدل کیږي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ١٤٠٢ لمریز لېږدیز کال له پيل راپدیخوا د هېواد په ٢٣ ولايتونو کې د سېلابونو او زلزلو له کبله ١٠ کسان مړه شوي، ٧٦ نور ټپيان دي، ١٧٧٩ د استوګنې کورونه ويجاړ شوي او ٢٢ زره جريبه کرنيزه ځمکه سېلابونو وړې ده.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو په افغانستان کې پر ملکي وګړیو د برید غندنه وکړه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو په ډاګه کړې؛ د کابل ښار د ملک اصغر په څلور لاري کې پرونی ځانمرګي برید وحشیانه نومولی او د هغه غندنه یې وکړه.
د دغې شورا په اعلاميه کې راغلي، چې ترهګري په هر نوم او بڼه، چې وي؛ په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنيت پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دى.
د دې شورا غړیو څرګنده کړې؛ هر ډول ترهګریز عمل، له انګیزې پرته، په هر ځای، هر وخت او د هر چا له خوا، چې وي جنایت دی.
د دې شورا غړیو د دغه ډول بریدونو د عاملینو د محاکمې غوښتنه هم کړې ده.
د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: د امنيت شورا د ملکي افغانانو پر وړاندې دغه تروريستي عمل په کلکه غندي.
د کابل ښار د ملک اصغر په څلور لاري کې پرون ځانمرګي برید شپږ ملکي وګړي ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
د داعش خراسانۍ ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
-
روغتيا3 days ago
په افغانستان کې یو ناروغ له دایمي معلولیته وژغورل شو
-
تازه خبرونه5 days ago
بي بي سي پارسي رادیو له ۸۲ کلونو خپرونو وروسته بندیږي
-
تازه خبرونه5 days ago
د اسلامي امارت پلاوي د تاجکستان په خاروغ کې د افغانستان له قونسلګرۍ لیدنه وکړه
-
لوبی14 hours ago
آریانا تلویزیون د هند کرکت غوره لیګ د خپرولو دیجیتل حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
افغان بیسیم د کونړ په چغان کې 3G خدمتونه فعال کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
د داعش یو مهم غړی په کابل کې ووژل شو – د استخباراتو ریاست
-
تازه خبرونه3 days ago
جاپان له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیون دالر مرسته وکړه
-
لوبی5 days ago
د ټولو سترګې د افغانستان د دوهیمې شل آووریزې لوبې بریا ته اوړي