تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا ویروس اخته ۴ کسان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۵, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په هېواد کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا پر کرونا ویروس اخته  څلور ناروغان مړه شوي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۰۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه راز په ورته وخت کې د کرونا ویروس۲۱ ناروغان له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

دغه پېښې په کابل، هرات، کندهار، تخار، غزنی، کندوز، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دې وزارت زیاته کړ، چې په هرات کې د کرونا ناروغۍ ۴۱ نوې مثبتې پېښې، چې له ټولو ولایتونو ډېرې پېښې دي ثبت شوي او دغه راز روزګان د یوې پېښې پر ثبتیدو له نور لږ پېښې ثبت کړي.

تر دې دمه په هېواد کې ۴۰۹۳۷ کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي؛ ۱۵۱۸ کسان مړه شوي او۳۴۱۵۰ نور رغیدلي دي.

د یادونې ده، چې په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۳۰۴۳۶۸۶ ته رسیدلي، چې لږ تر لږه  ترې ۱۱۵۴۵۳۲ کسان مړه شوي او ۲۸۹۷۸۸۱۹ بېرته رغیدلي دي.

Trending

Exit mobile version