تازه خبرونه

په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کیدو ۱۲۶ نوې پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۸, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا پر کرونا ویروس اخته ۶ ناروغان په کابل او بلخ ولایتونو کې مړه شوي او ۱۲۶ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په همدومره وخت کې ۳۵۶ بېلګې کتل شوې دي.

یاد وزارت په ډاګه کړې؛ یادې نوې مثبتې پېښې په کابل، بلخ، تخار، غزني، کندهار، ننګرهار، کندوز، پروان، لوګر، پنجشېر، غزنی او میدان وردګ ولایتونو کې رامنځته شوې دي.

روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ګړیو کې د ۱۲ ناروغانو له رغیدو هم خبر ورکړی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې؛ له دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر۴۲۱۵۹ ته رسیدلي؛ ۱۵۶۲ ترې مړه او ۳۴۴۵۸ نور رغیدلي دي.

Trending

Exit mobile version