تازه خبرونه
په افغانستان کې پر کرونا ویروس ۳۷۵۰۶ کسان اخته شوي
د عامې روغتیا وزارت په تېرو څلیریشت ګړیو کې د ۴۰۸ شکمنو پېښو له لیدلو ۷۵ نوې مثبتې پېښې په ډاګه کړې دي.
د روغتیایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له تېرې یوې شپې او ورځې راپدیخوا په کابل کې ۴، په هرات کې ۳۶، په بلخ کې ۳، په پکتیا کې ۱، په بامیان کې ۴، په ننګرهار کې ۲، په بادغیس کې ۵، په لوګر کې ۲، په غزنی کې ۱۲، په کونړ کې ه، په دایکندي کې ۵ کسان پر کرونا اخته شوي دي.
روغتیا وزارت ویلي، چې تر دې دمه د کووید -۱۹ په کتنځیو کې د کرونا ویروس ۹۸۱۹۹ پېښې کتل شوي، چې ۳۷۵۰۶ مثبتې وې.
یاد وزارت ويلي، چې دا مهال په هېواد کې پر کرونا ویروس ۹۳۴۷ د مثبتو پېښو لرونکي ناروغان لرو.
له بلې خوا، په تېرو ۲۴ ګړیو کې له کرونا ویروسه شپږ کسان مړه شوي، چې پېنځه یې په هرات او یو بل په لوګر کې ثبت شوي دي. دغه راز ۴۵۲ کسان له درملنې وروسته ښه شوي دي.
په هېواد کې تر دې دمه له دې ویروسه ۱۳۶۹ کسان مړه شوي او ۲۷۱۶۶ نور رغیدلي دي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت دوه اوونۍ مخکې په ۳۴ ولایتونو کې د خپلې تر سره شوې سروې له مخې ویلي وه، چې د هېواد یو پر درېیمه برخه وګړي پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
د روغتیا وزارت په وینا، د ټول نفوس ۳۱.۵ سلنه، چې لس د؛ ر دې ناروغۍ اخته شوي، چې اوس یې ډېررغیدلي دي.
د روغتیا وزارت چارسمبالی جواد عثماني ویلي: ۳۴ ولایتونه پر ۹ زونونو وېشل شوي؛ د کابل زون د ټولو وګړیو ۵۳ سلنه، ختیځ زون ۴۲.۹ سلنه، مرکزي ولایتونه ۳۶.۳ سلنه، په غربي ولایتونو کې ۳۴.۱ سلنه او ختیځ سهیل ولایتونه ۳۲.۴ سلنه پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
تېره میاشت سره صلیب خبرداری ورک، چې افغانستان له کووید – ۱۹ ناروغۍ څخه د رامنځته کیدونکي احتمالي روغتیایي ، ټولنیز او اقتصادي ناورین په څنډه کې دی؛ ځکه، چې دا د نړۍ د ۱۰ ترټولو زیان منونکي هېوادونو پر اوږه یو دروند بار پریباسي.
دې ادارې زیاته کړه، چې د ساري ناروغۍ اصلی شمېر د محدودو ازموینو او ضعیفو روغتیایي سیستمونو له کبله د افغانانو ترمنځ خورا ډېر دی.
په ټوله نړۍ کې، د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۰۹۶۰۴۲۴رسیدلی، چې لږ تر لږه ترې ۷۶۰۳۷۱ کسان ترې مړه شوي او ۱۳۰۲۸۸۲۹ یې بېرته رغیدلي دي.