تازه خبرونه
په افغانستان کې کار ته د ښځو د راستنېدو پر کړنلاره کار روان دی
د اسلامي امارت اقتصاد وزارت څرګنده کړې؛ کار ته د ښځو د راستنېدو پر کړنلاره کار روان دی او د یو شمېر ښځو کاري محدودیتونه له کار څخه د دوی د دایمي ایستلو معنا نهلري.
ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو پروګرام نن یکشنبه ( د زمري لومړۍ نېټه ) رسماً پیل شو او په لومړۍ ورځ د اقتصاد وزارت چارواکو خپل اړوند پلانونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د دغه وزارت مرستیال ويلي؛ د هغې کړنلارې پر جوړولو کار روان دی، چې له مخې یې ښځې وکولی شي کار وکړي.
دغه راز هڅه کیږي، چې ژر تر ژره کار ته د ښځو د راستنېدو لپاره لازم شرایط او اسانتیاوې برابرې شي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ټینګار کړی؛ د اسلامي امارت په نوې اقتصادي دیپلوماسۍ کې هڅه کېږي، چې د هېواد له داخلي ظرفیتونو او وړتیاوو څخه د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره کار واخیستل شي او پر بهرنیو مرستو تکیه راکمه شي.
د دغه وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دوی د نادولتي موسسو فعالیتونه سیستماتیک کړي او له دې وروسته هیڅ اداره نهشي کولی د خپلې خوښې پروژې عملي کړي، بلکې دوی باید خپلې پروژې د حکومت له غوښتنو سره سمې پلې کړي.
د اقتصاد وزارت اړوند چارواکو ويلي؛ د بنسټونو چارې يې منظمې کړي او له دې وروسته هیڅ بنسټ نهشي کولى، چې يوه پروژه په خپلسري بڼه پلې کړي، بلکې د حکومت لهخوا د وړاندې شويو غوښتنو له مخې به د بنسټونو لهخوا پروژې عملې کیږي.
ویل کیږي، چې په تېر کال کې د اسلامي امارت هڅې تر ډېره د اقتصادي سقوط پر مخنیوي راڅرخېدلې او اوس د اسلامي امارت د واکمنۍ په دوهیم کال کې به پر اقتصادي ودې او پرمختګ کار وشي.
تازه خبرونه
افغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د ډبرو سکرو د استخراج په اړه د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شريکولو، اغېزمن مدیریت او همداراز د اړوند صنعتي سکټورونو د پرمختګ په اړه بحث او خبرې کړې دي.
په انډونيزيا کې د افغانستان سفارت چارسمبالي سعدالله بلوچ د دغه هېواد د انرژۍ او کانونو وزارت له چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
په انډونیزیا کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د ډبرو سکرو د استخراج په اړه د همکاریو د پراختیا، د تجربو د شريکولو، اغېزمن مدیریت او همداراز د اړوند صنعتي سکټورونو د پرمختګ په اړه بحث او خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې انډونیزيايي لوري په یادو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
تازه خبرونه
په کابل کې د چین سفیر د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال سره وکتل
په دې لیدنه کې قدرت الله جمال د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د ګرځندوی پیاوړتیا، د وړتیا لوړولو او د ګرځندوی او هوټل مدیریت انسټیټیوټ د زدهکوونکو روزنې، د ویزې آسانتیاوو، د ګرځندوی بازار موندنې او د ګرځندوی پر بنسټونو د پانګونې په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري وکړي.
چارشنبې پر ورځ(د مرغومي څلیریشتمه) کابل کې د چين سفیر ژاو شینګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال قدرت الله جمال سره د ګرځندوی د پراختیا او فرهنګي اړیکو د پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې قدرت الله جمال د چین له سفیر څخه وغوښتل، چې د ګرځندوی پیاوړتیا، د وړتیا لوړولو او د ګرځندوی او هوټل مدیریت انسټیټیوټ د زدهکوونکو روزنې، د ویزې آسانتیاوو، د ګرځندوی بازار موندنې او د ګرځندوی پر بنسټونو د پانګونې په برخو کې خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري وکړي.
هغه د ورېښمو لارې په اړه هم معلومات شریک کړل او په دواړو هېوادونو کې یې د نندارتونونو پر تنظیمولو او وړتیا لوړولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې پر مهال په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې افغانستان او چین ښې اړیکې لري او د دې اړیکو د ساتلو لپاره هڅې روانې دي.
ژاو شینګ په پورته ذکر شویو برخو کې د همکارۍ او دوه اړخیزو تجربو شریکولو ډاډ وړاندې کړ او وایي، چې د کلتوري او ګرځندوی اړیکو د پیاوړتیا او پراخولو لپاره دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا ده.
تازه خبرونه
د خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
کنډي د سېشنبې پر ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وه، چې افریدي پر ځلونو په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د سرچینې په اړه د شواهدو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې هغه باید د کره معلوماتو لپاره پولیسو ته مراجعه وکړي.
د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د امنیتي مسلو په اړه له “افغانستان څخه د دفاع” په خاطر پخپل وزیر اعلی سهیل افریدي نیوکه کړې ده.
کنډي د سېشنبې پر ورځ په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي وه، چې افریدي پر ځلونو په افغانستان کې د «ترهګرۍ» د سرچینې په اړه د شواهدو غوښتنه کړې. په داسې حال کې، چې هغه باید د کره معلوماتو لپاره پولیسو ته مراجعه وکړي.
هغه دې ته په نغوته کې وویل؛ نړیوالې ټولنې دا تشخیص هم کړی، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا پر وړاندې د « ترهګریزو» فعالیتونو لپاره کار اخیستل کېږي وپوښتل: «که افغانستان په ترهګرۍ کې ښکېل نهوي، نو بیا څوک ښکېل دی؟!»
د پاکستان چارواکو تل ادعا کړې، چې وسلوال په پاکستان کې د بریدونو ترسره کولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي. په داسې حال کې، چې اسلامي امارت پر ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.
-
تازه خبرونه11 hours agoافغان او انډونیزیایي استازیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
روغتيا11 hours agoد روغتیا وزارت مرستیال له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه13 hours agoد خیبر پښتونخوا والي پخپل وزیر اعلی نیوکه وکړه
-
سوداگري16 hours agoپه افغانستان کې د مسلکي کارګرو لپاره د وړتیاوو د تثبیت بهیر پیل شو
-
نړۍ15 hours agoاسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نهکولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري2 days agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
تازه خبرونه1 day agoعبدالحق همکار د افغانستان برښنا شرکت نوي رییس شو
-
تازه خبرونه16 hours agoروسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف
