Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې اطلاعاتو ته لاسرسي نه‌لري – سروې

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ښځینه خبریالانو ټولنې د نظرپوښتنې موندنې ښیي، چې په هېواد کې ښځینه خبریالانې نه یوازې له ستونزو سره مخ دي، بلکې اطلاعاتو ته لاسرسی هم نه‌لري.

د ښځینه خبریالانو ټولنې مشره مینه حبیب وایي؛ ښځینه خبریالانې د کاري امنیت، د مالي سرچینو نشتوالي او یو شمېر نورو محدودیتونو سره مخ دي.

یو شمېر ښځینه خبریالانې هم اطلاعاتو ته د لاسرسي او د کار د امنیت له نشتوالي اندېښمن دي او له حکومته غواړي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه لرې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي؛ دوی د ښځینه خبریالانو ملاتړ ته ژمن دي او هڅه کوي، چې دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي.

ذبیح الله مجاهد وایي: په دې برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره هڅې کوو؛ خو زمونږ هغه خویندې، چې په رسنیو کې کار کوي باید د ټولنې شرایط او د نظام شرایط په پام کې ونیسي. ان شاالله مونږ به هڅه وکړو، چې معلوماتو ته د دوی لاس‌رسی زیات کړو.

مجاهد زیاته کړې: په ټولیزه توګه ښځینه خبریالانې په بېلابېلو رسنیو کې کار کوي او فعالې دي. مونږ باید وخت ورکړو، چې وضعیت بېرته عادي حالت ته راشي.

​یوازې ښځینه خبریالانې نه، بلکې ګڼ شمېر خبریالان هم اطلاعاتو ته د لاسرسي له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي، چې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.

تازه خبرونه

د واخان سړک د دوه‌یم فاز د جوړولو تړون لاسلیک شو

د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) محمد یونس اخوندزاده ویلي، چې د دې تړون له مخې به د دغه ۷۱ کیلومټره سړک د جوړولو چارې به چټکې تر سره شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي؛ نن پنجشنبه( د کب درویشتمه) د بدخشان ولایت د واخان سړک د دوه‌یم فاز د جوړولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.

د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) محمد یونس اخوندزاده ویلي، چې د دې تړون له مخې به د دغه ۷۱ کیلومټره سړک د جوړولو چارې به چټکې تر سره شي.

د محمد یونس اخوندزاده د څرګندونو له مخې؛ د واخان سړک د جوړولو لګښت د اسلامي امارت له پراختيايي بودجې څخه تمویلیږي.

د افغانستان اسلامي امارت دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کړی، چې تېرو حکومتونو د واخان اوسیدونکي له هر راز اړينو اسانتیاوو؛ په ځانګړي توګه له سړک بې‌برخې ساتلي وه.

ویل کیږي، چې د دې پروژې له عملي کېدا سره به نه یوازې د بدخشان او واخان اوسېدونکو ته ګټه ورسيږي، بلکې ورسره د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم پراخه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان کې پر ریل‌ګاډي د برید ادعا رد کړه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي برید له افغانستان سره تړاو لري.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي.

هغه ویلي؛ د بلوڅ اپوزیسیون هیڅ غړی په افغانستان کې نشته او نه یې له اسلامي امارت سره کومه اړیکه لرلې ده.

نوموړي زیاته کړې: “د سیاسي موخو لپاره د ملکي وګړو قرباني کول د توجیې وړ نده او مونږ په دې پېښه کې د بې ګناه خلکو پر مرګ او ژوبلې خواشیني یوو.”

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه، چې تېره ورځ د بلوچستان پر مسافر وړونکي ریل‌ګاډي برید په افغانستان کې میشتو وسلوالو پلان کړی و.

پر ریل‌ګاډي برید، چې ۴۰۰ مسافر یې لېږدول؛ د سې‌شنبې پر ماسپښین پیل شو او تر چارشنبې پورې یې دوام وکړ. د برید په پایله کې ۲۱ مسافر، ۳۳ بریدګر او څلور سرتېري ووژل شول.

د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د نشه‌یي توکو تولید او قاچاق د پام وړ کم شوی – عبدالمتین قانع

عبدالمتین قانع دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو د دفتر د نوي راپور په غبرګون کې کړي او زیاتوي: “مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه د پخوا پر پرتله ډېر کړي او دا بهیر به روان وي.”

Published

on

(Last Updated On: )

د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د پروسس او قاچاق کچه د پام وړ کمه شوې او له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو یې د کښت، تولید او قاچاق په مخنیوي کې ځانګړې  لاسته راوړنې لري.

عبدالمتین قانع دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو د دفتر د نوي راپور په غبرګون کې کړي او زیاتوي: “مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه د پخوا پر پرتله ډېر کړي او دا بهیر به روان وي.”

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د اپینو بیه لوړه شوې ده.

د دې راپور په غبرګون کې، قانع وایي: “دا عامه خبره ده، چې کله تولید او عرضه نه‌وي؛ نو بیه څو چنده لوړیږي او د پورته ذکر شوي دفتر څرګندونې د افغانستان اسلامي امارت د ډاډمنې مبارزې ښکاره بېلګه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر حکومت له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د کوکنارو له پخوانیو کروندګرو سره د بدیلو لارو په موندلو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!