Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې ۲۱ میلیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري – اوچا

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) څرګنده کړې؛ دا مهال په افغانستان کې ۲۱ میلیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د اړوند احصائې د خپرولو ترڅنګ زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له څرګندو اغېزو څخه یو هم د څښاک د پاکو اوبو کمښت دی او د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د څښاک د پاکو اوبو کیفیت خورا ټیټ دی.

افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله د خورا زیانمنو هېوادونو څخه شمېرل کیږي. په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې سختې وچکالۍ خلکو ته پوره زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي؛ د افغانستان ۲۱ میلیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه‌لري، چې دا د اقلیمي بدلون یوه ښکاره اغېزه ده.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د څښاک د اوبو کیفیت خورا ټیټ دی، چې ډېري خلک یې د بېلابېلو ناروغیو له ګواښ سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفترد څرګندونوله مخې؛ په افغانستان کې ۲۱ میلیون وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه‌لري. په افغانستان کې د اقلیمي بدلون یو له ښکاره اغېزو څخه د څښاک د اوبو کمښت دی. د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د څښاک د اوبو کیفیت خورا ټیټ دی، چې زیاتره خلک یې زیانمن کړي او د بېلابېلو ناروغیو له خطر سره مخ دي.

په همدې حال کې د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي، چې د وچکالۍ او د اقلیمي بدلون د څارنې لپاره پلانونه لري او سږ کال یې د ۴۲۰ میلیون افغانیو پر لګښت ۱۴۰ بندونه جوړ کړي دي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکيو ويلي، چې په دې ورځو کې د څښاک د اوبو بیه هم لوړه شوې ده.

د اوبو د چارو کارپوه امین الله احساس ویلي؛ په هېواد کې د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له بحران څخه د وتلو یوازنۍ لار د هېواد د اوبو سم مدیریت دی.

افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنونکیو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای لري. دغه راز په عربي متحده اماراتو کې د اقلیمي بدلون وروستۍ نړیوالې غونډې ته د افغانستان استازی بلل شوی نه‌و.

تازه خبرونه

د آمو دریا د تېلو ساحې قرارداد له قراردادي شرکت سره لغوه شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د نوموړي تړون د نقض د مواردو د څېړنې لپاره له اړوند وزارتونو او ادارو څخه ګډې کمیټې ټاکل شوې وې او د کمیټو د کار په پایله کې وموندل شوه، چې آفچین شرکت له تړون څخه سرغړونې کړې او د تړون د ژمنو په پلي کېدا کې پاتې راغلی.

Published

on

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون، چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و؛ د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له‌پسې سرغړونو له کبله فسخه شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د نوموړي تړون د نقض د مواردو د څېړنې لپاره له اړوند وزارتونو او ادارو څخه ګډې کمیټې ټاکل شوې وې او د کمیټو د کار په پایله کې وموندل شوه، چې آفچین شرکت له تړون څخه سرغړونې کړې او د تړون د ژمنو په پلي کېدا کې پاتې راغلی.

په خبرپاڼه کې راغلي؛په دې توګه؛ «د اقتصادي معاونیت د ۱۴۴۶/۱۲/۱ نېټې د ( ۵۱۸۸ ) ګڼې وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د ۱۴۴۶/۱۲/۵ نېټې د ( ۶۸۵۶ ) ګڼې حکم پربنسټ له یاد شرکت سره تړون فسخه شو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د نوموړي تړون او اړوند اسنادو حقوقي ارزونې، د یادې ساحې تخنیکي ارزونې او له آفچین شرکت سره د مالي حسابونو د تصفیې لپاره نړیوالو تجربه لرونکو مشورتي شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې په یاده برخه کې رسماً خپله لېوالتیا (EoI) له وزارت سره شریکه کړي.

د آمو سیند حوزې د تېلو قرارداد د چینایي شرکت افچین سره د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په لومړیو کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې لاسلیک شو او شرکت مکلف شو، چې د آمو سیند حوزې څخه تېل استخراج کړي.

د قرارداد له مخې؛ شرکت باید په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیون ډالر پانګونه کړې وای او د کال په اوږدو کې د پانګونې کچه باید ۵۴۰ میلیون ډالرو ته ورسیږي؛ خو ظاهراً شرکت په دې پانګونه او د دې تېلو په استخراج کې پاتې راغی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یوه پلاوي پر ملتیا چین ته ولاړ

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ په دې پلاوي کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نور الدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردګ برخه لري.

Published

on

 د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د چین – جنوبي آسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون لپاره د چین ولسي جمهوریت ته ولاړ.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ په دې پلاوي کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نور الدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردګ برخه لري.

ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي به د خپل دغه سفر پر مهال د چین- جنوبي آسیا په نهم نندارتون او فورم کې د ګډون او وینا ترڅنګ د چین ولسي جمهوریت له یو شمېر چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مخکې له دې، چې چین ته ولاړ شي په کابل کې یې د چین له سفیر سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د چین سفیر ویلي وه، چې دواړو هېوادونو تل ښې اړیکې لرلي او چینایي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.

ویل کیږي، چې چین ته د سفر په لړ کې به چینایي پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکړ شي، چې په افغانستان کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي او دوی به په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی تړون؛ د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له‌پسې سرغړونو له کبله فسخه شو.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترکیې سفیر د سوداګرۍ چارسمبالي ته د ایکو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه

ټاکل شوې، چې د ایکو غونډه د روان کال د جون په پای کې د ترکیې پر کوربتوب ترسره شي.

Published

on

په کابل کې د ترکیې سفیر د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ته بلنه ورکړه، چې د اقتصادي همکاریو ټولنې (ایکو) په غونډه کې ګډون وکړي او د افغانستان اسلامي امارت پر استازولۍ وینا وکړي.

ټاکل شوې، چې د ایکو غونډه د روان کال د جون په پای کې د ترکیې پر کوربتوب ترسره شي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د سوداګرۍ وزرارت چاریمبالي نورالدین عزیزي په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د نورالدین عزیزي د بلنې تر څنګ دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په ګډون په ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې د سیمه‌ییز نندارتون جوړولو، په کابل او استانبول کې د سوداګریزو مرکزونو جوړولو او په دواړو هېوادونو کې د سوداګریزو خونو د جوړولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!