تازه خبرونه

په افغانستان کې ۴.۷ میلیون میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له بحران سره مخ دي

دا وضعیت له پرله‌پسې وچکالۍ، ولږې او له ایران او پاکستان څخه د افغان کورنیو د جبري راستنېدا له کبله رامنځته شوی، چې زیانمنې کورنۍ یې نورې هم له ستونزو سره مخ کړې دي.

Published

on

د خوړو نړیوال پروګرام د څرګندونو له مخې؛ افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی او ۴.۷ میلیون میندې او ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي.

دا وضعیت له پرله‌پسې وچکالۍ، ولږې او له ایران او پاکستان څخه د افغان کورنیو د جبري راستنېدا له کبله رامنځته شوی، چې زیانمنې کورنۍ یې نورې هم له ستونزو سره مخ کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د بېړني نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې او څرګندوي، چې د اړینو مرستو لپاره په راتلونکو شپږ میاشتو کې ۵۶۸ میلیون امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.

دا مرسته د ځواکمنو خوړو، روغتیایي خدماتو او اساسي ملاتړ د چمتو کولو لپاره ډېره اړینه ده او د نورو مړینو او د ماشومانو د خوارځواکۍ د اوږدمهاله پایلو مخه به پرې ونیول شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د څرګندونو له مخې؛ له بېړني مخنیوي پرته شونې ده، چې روان بحران په راتلونکو میاشتو کې نور هم زیات شي او د میلیونونو افغان کورنیو ژوندي پاتې کېدا به وګواښي.

Trending

Exit mobile version