روغتيا
په افغانستان کې ۶ اعشاریه ۱ میلیون خلک لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري – یونیسف
یونیسف زیاته کړې، چې اوسمهال په افغانستان کې ۶ اعشاریه ۱ میلیون وګړي اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق څرګنده کړې، چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې یې له ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو سره مرسته وکړه.
یونیسف زیاته کړې، چې اوسمهال په افغانستان کې ۶ اعشاریه ۱ میلیون وګړي اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري.
سربېره پدې په ۱۰ ولایتونو کې ۵۰ ښوونځي پاکو اوبو، د لاس مینځلو اسانتیاوو او نوي جوړ شويو یا ترمیم شويو تشنابونو ته لاسرسی ترلاسه کړ.
په هر حال د سپټمبر تر میاشتې پورې، په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د یونیسف د بشردوستانه مرستو غوښتنه (HAC) یوازې ۴۱ سلنه تمویل شوې ده.
افغانستان په نړۍ کې یو له سترو بشري ناورینونو څخه دی، چې د لسیزو جګړو، د اقلیم د سختو ټکانونو او سخت اقتصادي زوال وروسته ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف دا هم اعلان کړی، چې سږکال ۳۳ سلنه نفوس د خپل عاید ډېره برخه د غیر دوامداره عایداتي سرچینو څخه ترلاسه کوي، چې په ۲۰۲۳ کې ۲۶ سلنه وه.
ویل کیږي، چې اوس د یونیسف پر ملاتړ په کلینیکونو کې د اړتیا وړ درملو ته لاسرسی شونی دی.