Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې ۷ میلیون ماشومان له لوږې سره مخ دی

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

له ماشومانو ملاتړ بنسټ ویاند ویلي، چې په افغانستان کې دا مهال اووه اعشاریه درې میلیون ماشومان د خوراکي توکو له لږوالي سره مخ دي.

د ماشومانو د ملاتړ دفتر د تازه راپور له مخې، دا ماشومان د ښارونو د قرنطین او خوراکي توکو د اوچتې بیې له کبله وږي دي.

د ماشومانو ملاتړ ادارې د تازه راپور له مخې، د هېواد یو پر درېیمه برخه ماشومان د خوراکي توکو له لږوالي سره مخ دي.

د خوړو په اړه د دې بنسټ تازه رپاور ښیي؛ له پېنځه کلونو ټیټ عمره نږدې دوه میلیون ماشومان، چې سخته لوږه یې ګواښي، ژوند کوي.

د ماشومانو ملاتړ بنسټ ویانده مریم عطایي وایي؛ په افغانستان کې د خوراک خوندیتوب ادارې د سروې له مخې د می او اپریل په میاشتو کې به د افغانستان د وګړیو له ۷ میلیون ډېر ماشومان له ولږې سره مخ شي.

په دې راپورکې د وزګارتیا زیاتوالي او مالي ستونزو ته هم نغوته او اشار شوې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وزګارو کسانو لپاره د کار او روزګار له پیدا کولو خبر ورکړی دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني ویلي، مونږ څو پروګرامونه لرو، چې فني او حرفوی زدکړې هم په کې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ۸ زره نوې دندې رامنځته شوي او هحه کوو، چې ۲۵ زره نورې دندې هم رامنځته کړو.         

په دې راپور کې راغلي؛ ماشومان هره ورځ د کرونا ویروس پر ضد د بدن د سیستم پیاوړتیا ته اړتیا لري او په کار ده، چې قوي او ګټور خواړه وخوړل شي، خو د لومړنیو او خوراکي توکو بیې د ښارونو د قرنطین کیدو له کبله لوړې شوي دي.

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څېرمه د ۱۶ وسلوالو د وژلو ادعا وکړه

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، سرحدي ځواکونو د شنبې پر شپه د شمالي وزیرستان په اړوند سیمه کې د ډزو په تبادله کې ټول وسلوال ووژل.

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له افغانستان سره لویدیځې پولې ته څېرمه یې ۱۶ وسلوال وژلي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، سرحدي ځواکونو د شنبې پر شپه د شمالي وزیرستان په اړوند سیمه کې د ډزو په تبادله کې ټول وسلوال ووژل.

پوځ په خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ “وسلوالو د [پاکستان] دننه د نفوذ هڅه وکړه؛ خو هڅه یې شنډه شوه.”

اسلام‌آباد وايي هغه وسلوال، چې په پاکستان کې دننه او د پوځ پر ضد بریدونه کوي په افغانستان کې خوندي ځایونه لري.

کابل تل دا تورونه ردکړي، چې په پاکستان کې امنیت د پوځ خپل کار دی او مونږ پورې اړه نلري.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د دوه ورځني رسمي سفر لپاره کابل ته راغی، چې د دوه اړخیزو او اقتصادي مسلو په اړه خبرې وکړي.

Continue Reading

International Sports

سنرایزرز لوبډله پر زړه‌راکښونکې توپ‌وهنې د راجستان رویالز پر وړاندې بریالۍ شوه

سنرایزرز لوبډلې په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د رویالز پر وړاندې پر ۴۴ منډو بریا ترلاسه کړه.

Published

on

(Last Updated On: )

د یکشنبې پر ورځ د کرکټ مینه‌والو ته دوه پر زړه پورې لوبې وړاندې شوې؛ په ځانګړې توګه هغه لوبه، چې سنرایزرز حیدرآباد د راجستان رویالز پر وړاندې په خپله لوبه کې د توپ‌وهنې زور په ډاګه کړ.

سنرایزرز لوبډلې په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د رویالز پر وړاندې پر ۴۴ منډو بریا ترلاسه کړه.

دا بریا د ایشان کیشن د زړه راښکونکې سلیزې له کبله وه، چې د هغه بې ساري ۱۰۶ منډې د سان‌رایزرز د بیټینګ برید بنسټ و.

د کیشن ښه سلیزه د تندر په څېر پر ننداریز غږ بشپړه شوه.

سنرایزرز له سیالې لوبډلې راجستان رویالز څخه لوبه ۲۸۸ منډو وګټله.

د ورځې په دوه‌یمه لوبه کې چینای سوپر کینګز د ممبي انډینز سره مخ شوه او د ممبي انډینز پر وړاندې یې د څلورو ویکټو پر توپیر بریا ترلاسه کړه.

د دوشنبې لوبه

څلورمه لوبه به د دوشنبې پر ورځ د مارچ پر څلیریشتمه، د ډاکټر راجا شیکرا ریډي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، چې په کې به ډیلي کیپیټلز د لکنو سوپر جایانټز سره مخ کیږي.

آریانا ټلویزیون به لوبه په ټول افغانستان کې پر ژوندۍ بڼه خپره کړي، چې مینه‌وال یې وکولی شي د کابل پر وخت له ۶:۱۵ څخه د لوبې لیدلو لپاره سره همغږي شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترهګرۍ وده د پاکستان د تېروتنو پایله ده – مولانا فضل الرحمن

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، چې د ترهګرۍ وده د پاکستان د حکومت د تېروتنو پایله ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روان کړکېچ کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن له اسلام‌آباد څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې له اسلامي امارت سره د احتمالي شخړې په وړاندې له احتیاط څخه کار واخلي.

هغه د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په حواله وویل چې جګړه د افغانستان او پاکستان په ګټه نه ده.

فضل الرحمن زیاته کړې، چې د ترهګرۍ وده د پاکستان د حکومت د تېروتنو پایله ده.

نوموړي وایي: “دا، چې آیا له افغانستان سره د جګړې خطر شته، ډېر فکر ته اړتیا ده. دا جګړه نه د افغانستان په ګټه ده او نه هم د پاکستان په ګټه. مونږ په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره یوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا لرو او واکمنان باید دا مسلې په پام کې ونیسي او ټول سیاسي ګوندونه په پرېکړه کولو کې شامل کړي.”

دغه راز تېره ورځ د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علی امین ګنډاپور ویلي وه، چې له افغان چارواکو سره خبرې اترې په دې ایالت کې د سولې د ترلاسه کولو یوازنۍ شونې لار ده.

ګنډاپور وایي”طالبان نشي کولی، چې له قومي مشرانو سره له خبرو اترو انکار وکړي. هغوی د خبرو اترو میز ته راولي. زه دا مهال له طالبانو سره هیڅ اړیکه نلرم؛ خو که ماته مسوویت راکړ شي؛ مونږ به دا دنده بشپړه کړو. مونږ باید له طالبانو سره د خبرو اترو میز ته کښینو او له هغوی سره خبرې وکړو. دا یوازنۍ حل لار ده.”

د سیاسي چارو شنونوکي په دې باور دي، چې پاکستان د افغانستان په اړه یو واحد دریځ نلري او تل د مسلو په اړه دوه ګونی چلند لري.

اسلامي امارت تل له پاکستان سره د دوه اړخیزو مسایلو په اړه له خبرو اترو هرکلی کړی؛ خو باور لري، چې په پاکستان کې د ناامنۍ رېښه په هغه هېواد کې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان ځانګړی استازی هم کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د سوداګرۍ او ټرانزیت په اړه خبرې اترې وکړې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!