نړۍ

په امريكا كې د سپتمبر د ۱۱ نېټې د قربانيانو د درناوي مراسم تر سره شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امريكا ولسمشر بارك اوباما او د هغه ميرمن ميشل اوباما په افغانستان او عراق كې د وژل شويو امريكايي عسكرو قبرونو ته ولاړل او د سپټمبر د يوولسمې نېټې د قربانيانو په ياد يې درناوى وكړ.

دا په داسې حال كې ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دغه هېواد كې سخت امنيتې تدابير نيول شوي دي.

په نيويارك كې د نړيوال سوداگريز مركز پر ودانۍ  او د پنټاگون په ماڼې د ترهگريزو بريدونو د ياد او په دغو پېښو كې د درې زره وژل شويو كسانو روح ته د درناوي مراسم  په داسې حال كې تر سره شول، چې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وه.

د دغه هېواد امنيتې او استخباراتي چارواكو ويلي، چې  څو ورځې وړاندې يې ډېرمعتبر، خو نه تائيد شوي رپوټونه ترلاسه كړي وه، چې د امريكا  پر نيويارك او واشنگټن ډي سي ښارونو به يو ځل بيا ترهگربريدونه تر سره كړي.

په ټوله امريكا او په خاص ډول په دغو دوه ښارونو كې سخت امنيتې تدابير نيول شوي او خلكو ته هم خبردارۍ وركړشوى دى.

د سپټمبر د يوولسمې بريدونه د نولس ترهگرو له خوا ترسره شوي . دغو ترهگرو څلور مسافر وړونكې الوتكې وتښتولې، چې دوه الوتكې يې د سوداگرۍ د نړيوال مركز له ودانيو سره وجنگولې او يوه يې د امريكا د دفاع وزارت له ماڼۍ سره وجنگوله او څلورمه الوتكه، چې ترهگر هم په كې ول په پنسلونيا كې را نسكوره شوه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version