تازه خبرونه
په امریکا کې د حسن عباس د نوي خپاره شوي کتاب څرګندونې له حقیقته لرې دي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې د امریکا میشتي حسن عباس پر نوي خپاره شوې کتاب نیوکه کړې او هغه له حقیقته لرې بولي.
د ( طالبانو راستنیدل) نومي کتاب په دې وروستیو کې د یوه پاکستاني لیکوال لخوا چاپ او خپور شوی دی.
دا کتاب د اسلامي امارت د رهبرانو پر کړنو راڅرخېدلی، چې له همدې کبله د اسلامي امارت له غبرګون سره مخ شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حسن عباس د یوه استخباراتي سازمان لخوا استخدام شوی او دا ډول استخباراتي دسیسې نشي کولی د اسلامي امارت د مشرانو په هکله د خلکو ذهنونه مغشوش کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: دغه استخباراتي سړی پهدې نهدي پوه شوي، چې اسلامي امارت د خپلې خپلواکۍ د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره له ویاړه ډک تاریخ لري. که کوم معقول شخص د اسلامي امارت د مشرانو په اړه څېړنه وکړي؛ له اسانۍ سره دې نتیجې ته رسي، چې دا صف او مشران د آزادۍ او خپلواکۍ په لوړه پوړې کې دي.
د ذبیح الله مجاهد د اعلامیې په یوه بله برخه کې لیکلي، چې د دې کتاب لیکوال د کوم استخباراتي سازمان اجنټ دی.
هغه وایي: مونږ باور لرو، چې حسن عباس نومی کس یو اجیر دی او د استخباراتو لخوا ګمارل شوی، چې پخپلو ناکامو هڅو اوبه خړې کړي. دا ډول استخباراتي دسیسې نهشي کولی زمونږ د نظام او مشرانو په اړه ذهنونه مغشوش کړي او خپلو شومو موخو ته ورسيږي.
په امریکا کې د نړیوالو اړیکو استاد حسن عباس په «طالبانو ستنیدل» نومی کتاب کې څرګنده کړې، چې «طالبان ( اسلامي امارت) » په خپلو کړنو کې خپلواکي نهلري.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند پهدې باور دي، چې د دې کتاب محتوا د لیکوال او استخباراتي ارګانونو تر منځ د اړیکو ښودنه کوي؛ خو د اسلامي امارت دنده ده، چې د هېواد د امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه کره موضوعات د تاریخ په توګه ثبت کړي، چې بهرنیانو ته د داستانونو د لیکلو فرصت پیدا نهشي.
د یادونې ده، چې د دې کتاب لیکوال حسن عباس د امریکا په یوه دفاعي پوهنتون کې استاد دی؛ هغه دا کتاب په داسې وخت کې خپور کړی، چې اسلامي امارت یو ځل بیا پر افغانستان واکمن دی.