نړۍ
په امریکا کې د حکومتي ادارو بندېدا ۷۵۰ زره کارکوونکي د دندو له خطر سره مخ کړل
دا بندښت له څو اوونیو ترخو خبرو اترو وروسته رامنځته شو، چې ډیموکراټانو د روغتیایي پاملرنې پروګرامونو ته د بودجې د بیا خانګړې کولو غوښتنه وکړه. په داسې حال کې، چې جمهوري غوښتونکو د لنډمهالې بودجې طرحه تصویب کړهو چې د نیمې شپې له ضرب الاجل مخکې په سنا کې ناکام شوه.
د امریکا حکومتي ادارې د چارشنبې پر سهار له هغې وروسته وتړل شوې، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کانګرس پر بودجه هوکړې ته ونهرسېدل او سلګونه زره فډرالي کارمندان یې پرته له معاشه د دندو ګوښهکېدا ته اړ کړل.
دا بندښت له څو اوونیو ترخو خبرو اترو وروسته رامنځته شو، چې ډیموکراټانو د روغتیایي پاملرنې پروګرامونو ته د بودجې د بیا خانګړې کولو غوښتنه وکړه. په داسې حال کې، چې جمهوري غوښتونکو د لنډمهالې بودجې طرحه تصویب کړهو چې د نیمې شپې له ضرب الاجل مخکې په سنا کې ناکام شوه.
د سهار له ۱۲:۰۱ راپدېخوا ګڼو فډرالي ادارو د اداري هڅو درول پیل کړل. که څه هم اړین خدمات لکه اردو، پوستي خدمتونه، ټولنیز امنیت او د خوړو مرستې پروګرامونه په خپل ځای پاتې دي.
د کانګرس د بودجې دفتر د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې هره ورځ ۷۵۰ زره کارګران د بندېدا تر پایه پر کور کېني.
دواړو ګوندونو د یو او بل په ملامتولو کې بېړه وکړه؛ د سنا ډېرکي اکثریت مشر چاک شومر جمهوري غوښتونکي “د روغتیا پاملرنې د لرې کولو لپاره د حکومت پر بندېدا” تورن کړل. په داسې حال کې، چې د ولسي جرګې رییس مایک جانسون ویلي؛ ډیموکراټان د “ځانغوښتنې پر دلایلو” بحران اوږدوي او خبرداری ورکوي؛ تجربه کاران، میندې او ماشومان به د هغو کسانو په ډله کې وي، چې تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.
ټرمپ دغه حالت کماهمیته وبلله او بندېدا یې له “هغو شیانو څخه د خلاصون لپاره فرصت وباله، چې نهیېغوښتل” او څرګندوي؛ ډیموکراټان به یې د پایلو بار پر اوږو وړي.
دا بندېدا د ټرمپ د تېرې دورې د مهال ۲۰۱۸ ـ ۲۰۱۹ د ریکارډ ماتوونکي ۳۵ ورځني بندېدا راپدېخوا لومړۍ هغه ده. دا، چې دا به تر څو روانه وي؛ نامعلومه ده؛ ځکه کانګرس اوس هم د بودجې لومړیتوبونو په اړه وېشل شوي او هیڅ جوړجاړی نه لیدل کیږي.
د یادونې ده، چې له ۱۹۷۶ راپدېخوا پر بودجه د اختلافاتو له کبله ۲۱ ځله فډرال حکومت تړل شوی دی.
