نړۍ

په امریکا کې د ولسي جرګې د مشرې مېړه د څټک پر ګوزار ټپي شو

Published

on

 یوه نفوذي کس د جمعې پر ورځ د امریکا د ولسي جرګې د مشرې نانسي پلوسي په لټه کې د هغې مېړه د څټک پر ګوزار ټپي کړ او ککرۍ یې ورماته کړه.

د فرانسې خبري آژانس ته د پلوسي ویاند درو همایل څرګنده کړې؛ د یوه بریدګر لخوا د دوی د سانفرانسسکو په کور کې د نانسي د لټون پر مهال پر پاول پلوسي برید او ګواښ وشو.

۸۲ کلن پاول پلوسي په خپل کور کې یوازې و او میرمن ناسي پلوسي دغه مهال له کوره بهر؛ په واشنګتن کې وه، چې میړه یې پر سر ټپي او په روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شو.

د سان فرانسیسکو پولیسو ویلي، چې افسرانو برید کوونکی په اړوند کور کې نیولی دی.

د سان فرانسیسکو د پولیسو مشر بیل سکات خبریالانو ته ویلي: بریدګر پاول پلوسي پر څټک وواهه او پر هغه یې بشپړ برید کړ.

هغه د بریدګر نوم ۴۲ کلن دیوید دیپاپ ښودلی؛ خو یو لړ پوښتنو ته له ځواب ویلو او نورو جزئیاتو ډډه شوې.

د امریکا کورنیو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ برید کوونکي پاول پیلوسي ته ویلي، چې له ده سره کار نلري او غواړي د ناسي پلوسي راتګ ته په طمع شي.

د MSNBC شبکې د څرګندونو له مخې؛ د ګواښ په بهیر کې پاول بریالی هم شو، چې ۹۱۱ شمېرې ته په دې اړه معلومات هم ورکړي.

ځایي رسنیو دا راپور هم ورکړی؛ برید کوونکي چیغې وهلې، چې نانسي چېرته ده؟ پولیسو خبریالانو ته ویلي، چې تر اوسه د برید علت ندی معلوم.

سکات څرګنده کړې، چې دیوید دیپاپ به د وژنې، برید، غلا او پر نورو جرمونو تورن شي.

نانسي پلوسي له خپلو پېنځه ماشومان سره سان فرانسسکو ته راستانه شوي، چې د هغه تر څنګ وي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر جو بایدن دغه برید وحشیانه نومولی او په اړه یې د ورسره تیلیفوني خبرې کړي او میړه ته یې د رغېدو دعا کړې ده.

له دې مخکې پاول پیلوسي په می میاشت کې له یوې ترافیکي حادثې وروسته د موټر چلولو پر مهال د نشې له کبله پر پېنځه ورځني بند هم محکوم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د منځمهاله ټاکنو تر سره کیدو ته لږ تر لږه دوه اوونۍ پاتې دي او د دواړو ګوندونو غړیو د سیاسي تاوتریخوالی د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version