تازه خبرونه

په اوکراین کې د جګړې اوږدېدل به سیمه ډېره زیانمنه کړي

Published

on

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمیشنر فیلیپو ګرانډي ويلي؛ په اوکراین کې د جګړې له اوږدېدو  سره به سیمه له بشري ناورین سره مخ شي.

فلیپو ګرانډي د یکشنبې پر ورځ له سي بي سي سره په مرکه کې څرګنده کړې: د یوې بشري ادارې په توګه د خپلې تجربې له مخې ویلی شو، چې دا جنګونه ناوړه بشري پایلې رامنځته کولی شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ د څرګندونو له مخې؛ پر اوکراین د روسیې له یرغل راپدیخوا نږدې ۴.۴ میلیون اوکراینیان له خپل هېواده وتلي، چې دا یې د ټولو وګړیو څه نا څه ۱۰ سلنه ده.

ګرانډي له اوکراینه د روانې تېښتې په اړه ویلي: د خلکو دا وتل سمندري بڼه لري؛ خلک د سیند په څېر له اوکراین څخه ګاونډ هېوادونو ته روان دي.

نوموړي زیاته کړې؛ له ټولو خواشینوونکې شېبه د نرینه وو بېلتون له کورنیو دی؛ ځکه، چې نرینه د جګړې پرلامل پاتې کیږي، چې ما هیڅکله داسې څه ندي لیدلي.

ډېري اوکرایني کډوال ګاونډ هېواد پولنډ ته تښتیدلي، چې سرپناه، روغتیایي پاملرنې او نورو لومړنيو خدماتو ته اړتیا لرونکي خلک یو ناڅاپه ورغلي او له دې پراخې څپې سره یې د ټینګار لپاره د مبارزې ډګر ته رادانګلي دي.

یاد بنسټ څه وخت مخکې په کراکوف کې له دې ښار سره د مرستې لپاره یو لنډمهاله دفتر پرانست، چې شاوخوا ۱۵۰۰۰۰اوکراینیان یې نیولي دي.

ګرانډي یادې اروپایي سرچینې ته په ډاګه کړې؛ دغه بحران ته د اروپا غبرګون ښیي، چې دا وچه کډوالو ته د ښه راغلاست وړتیاوې لري؛ خو باید د اوږدېدو مخنیوی یې وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ که څه هم امریکا اوس له یوه پراخ پروګرام سره راستانه شوې، چې بده نده؛ خو که کاناډا د بیا میشتیدنې ډاډ نه وای ورکړی… مونږ به د ډېرو زیان منونکیو خلکو د ځای پر ځای کولو وړتیا له لاسه ورکړې وه، چې ستاینه یې باید وشي.

ګراندي د افغانستان په کړکېچ کې د بدلون یادونه هم وکړه او وایي، چې بشري ادارې اوس په پراخه کچه پر دغه ډاډ راڅرخي، چې خلک اوس هم په هېواد کې خوندي ژوند کولی شي؛ د دې پرځای، چې د نورو وتلو آسانتیاوې برابرې کړي.

هغه ویلي؛ نړیواله ټولنه باید د افغانستان پر اسلامي امارت فشار راوړي، چې د بشردوستانه مسلو په اړه خپل دریځ ښه کړي. حتا ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ په ګډون د یو شمېر خنډونو لرې کولو ته باید پام راوړول شي.

ګرانډي په دې اړه زیاته کړې: ځواب مو ورته باید دوامداره ښکېلتیا وي. مونږ نشو کولی افغانستان پریږدو؛ ځکه، چې که افغانستان د یو هېواد په توګه سقوط وکړي … نو مونږ به له یو بل لوی بشري بېړني حالت سره مخ شو.

ویل کیږي، چې نړیواله ټولنه هڅه کوي، چې په اوکراین کې د روانې جګړې د اوږدېدو مخه ونیسي. که نه؛ نو د جګړې اوږدېدل به نه یوازې سیمه ییز بشري ناورین رامنځته کړې، بلکې د نړۍ اقتصاد به هم وګواښي.   

Trending

Exit mobile version