نړۍ
په اوکراین کې د کاخوفکا بند له ویجاړیدو سره د خرسون ډېره برخه تر اوبو لاندې شوه
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، د خرسون سیمې والي ویلي، چې د کاخوفکا د اوبو برښنا بند له ویجاړېدو وروسته د پنجشنبې پر ورځ (د غبرګولي ۱۸) د اوکراین په جنوب کې د خرسون سیمې شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره مربع ځمکه تر اوبو لاندې شوه.
د خرسون والي الکساندر پروکودین ويلي، د دنیپر سیند په څنډه کې د سېلابونو ۶۸ سلنه خاوره د روسیې په واک کې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د پنجشنبې پر سهار په خرسون سیمه کې د سیلاب منځنۍ کچه ۵ اعشاریه ۶۱ متره وه.
اوکراین او روسیه د سې شنبې پر ورځ د روسیې لخوا د نیول شوي بند د ویجاړولو پړه پر یو او بل اچوي.
پروکودین ویلي، د پنجشنبې تر سهاره نږدې دوه زره کسان له سیلاب ځپلیو سیمو وتلي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چارشنبې پر ورځ ناوخته په یوه ویدیويي وینا کې څرګنده کړه، چې د روسیې تر ولکې په لاندې سیمو کې د سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو د شمېر اټکل ناشونی دی.
همدارنګه د اسوشیتد پرس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د اوکراین ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د خرسون سیلاب ځپلې سیمې ته د بند د نړېدو له کبله د اوښتو زیانونو په اړه د غبرګون د ارزونې لپاره ننوت.
د اوکراین ولسمشر په خپل تیلیګرام پاڼه کې لیکلي، چې هغه به د ملکي وګړیو د ایستلو، د څښاک د اوبو او نورو مرستو په برابرولو کې د هڅو ارزونه او د پراخ چاپېریال د زیانونو د مخنیوي هڅه وکړي.
د پنجشنبې پر ورځ د روسیې دولتي تلویزیون راپور ورکړ، چې په دې پېښه کې پېنځه ځايي اوسیدونکي مړه شوي دي.
چارواکو ویلي؛ لږ تر لږه ۴۰۰۰ کسان د روسیې او اوکراین تر کنټرول لاندې د دنیپر سیند له دواړو غاړیو څخه ایستل شوي دي.
نړۍ
ټرمپ د بودیجې د لایحې پر لاسلیک کولو د امریکا د حکومت د تر ټولو د اوږدې مودې تعطیلۍ پای ته ورسوله
ټرمپ د لایحې د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “مونږ باید د دې حالت د بیا رامنځته کېدو مخه ونیسو. دا د هېواد د اداره کولو لار نده.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ یو داسې لایحه لاسلیک کړه، چې د امریکا په تاریخ کې به پرې د حکومت د تر ټولو د اوږدې تعطیلي موده له ۴۳ ورځو وروسته پای ته ورسیږي. دا هڅه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې د استازو جرګې د خوراکي توکو مرستې بیا پیلولو، د دولتي کارمندانو معاش ورکولو او د هوایي ټرافیک کنټرول خدماتو بیا پیلولو لپاره رایه ورکړه.
ټرمپ د لایحې د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “مونږ باید د دې حالت د بیا رامنځته کېدو مخه ونیسو. دا د هېواد د اداره کولو لار نده.”
د دې هوکړې له پلي کېدا سره به د پنجشنبې پر ورځ حکومتي کارګران بېرته کار ته ستانه شي، که څه هم د دولتي خدماتو بیا پیلېدا به وخت ونیسي.
د بودجې دا هوکړه دولت د جنوري تر ۳۰ پورې غځوي، چې له مخې یې دولت هر کال شاوخوا ۱.۸ ټریلیون نور ډالر پر ۳۸ ټریلیوني پور ور اضافه کوي.
شنونکي وايي، چې شپږ اوونیزې تعطیلۍ د امریکا اقتصاد ته زیان رسولی؛ خو ډېری زیانونه به په راتلونکو میاشتو کې جبران شي.
دواړو ګوندونو نه جمهوري غوښتونکو او نه هم دیموکراتانو یو هم له دې ناورین څخه ګټه تر لاسه نکړه. نظرپوښتنه ښیي، چې ۵۰ سلنه خلک جمهوري غوښتونکي او ۴۷ سلنه نور بیا ډیموکراتان پدې تعطیلۍ ملامتوي.
نړۍ
په مکسیکو کې د اور لګېدو له کبله ۲۳ کسان مړه شول
د سونورا ایالت والي الفونسو دورازو ویلي، چې هغه د اور لګېدو د لامل معلومولو لپاره د بشپړې او رڼې څېړنې امر کړی دی.
د مکسیکو په شمال لویدیځ ښار هرموسیو کې د مړو د ورځې د نمانځلو د وروستۍ اوونۍ پر مهال یوه دردوونکې پېښه رامنځته شوه، چې له کبله یې د والډوس یوه پلورنځي اورواخیست او لږ تر لږه د ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
د سونورا ایالت والي الفونسو دورازو ویلي، چې هغه د اور لګېدو د لامل معلومولو لپاره د بشپړې او رڼې څېړنې امر کړی دی.
سیمهییزو چارواکو ویلي، چې ډېری قربانیان د زهرجنو لوګیو د تنفس کولو له کبله مړه شوي دي.
د مکسیکو ولسمشرې کلوډیا شینباوم په پاڼه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او څرګندوي، چې له ټپیانو سره د مرستې لپاره مرستندویه ډلې سیمې ته استول شوې دي.
د اور لګېدو لامل تر دې دمه نامعلوم دی؛ خو ګومان کېږي، چې د برښنا شارټۍ له کبله اورلګېدنه رامنځته شوی وي.
د ښار چارواکو ټینګار کړی، چې دا پېښه د کوم برید پایله نده.
نړۍ
اسرائیل په غزه کې برید ته د ځواب حق لري – ټرمپ
د رویټرز د راپور له مخې؛ اسرائیلي جیټ الوتکو د سېشنبې پر ورځ د غزې پر اړوند سیمو له هغې وروسته بمبارډ وکړه، چې اسرائیلو حماس له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې په غزه کې د امریکا پر ملاتړ اوربند له خطر سره مخ ندی؛ که څه هم اسرائیلو په سیمه کې هوايي بریدونه کړي او ۲۶ کسان یې ووژل.
د رویټرز د راپور له مخې؛ اسرائیلي جیټ الوتکو د سېشنبې پر ورځ د غزې پر اړوند سیمو له هغې وروسته بمبارډ وکړه، چې اسرائیلو حماس له اوربند څخه پر سرغړونه تورن کړ.
د غزې روغتیایي چارواکو ویلي؛ په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي، چې پېنځه یې د بورایج کډوالو کمپ په یوه کور کې، څلور یې د غزې ښار د صبرا د سیمې په یوه ودانۍ کې او پېنځه یې په خان یونس کې پر یوه موټر د برید پر مهال ووژل شول.
ټرمپ زیاته کړې:” هیڅ شی اوربند له خطر سره نه مخ کوي؛ تاسې باید وپوهیږئ، چې حماس یو اسرائیلي عسکر وواژه؛ نو اسرائیلیانو ځواب ورکړ او دوی باید ځواب ورکړي.” اسرائیلي پوځ د سرتېري مړینه تائید کړې ده.
د اسرائیلو پوځ تر اوسه د خپل غبرګون په اړه څه ندي ویلي؛ خو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر وایي، چې دوی د بېړنیو او ځواکمنو بریدونو امر کړی دی. د اسراییلو یوه پوځي چارواکي ویلي، چې حماس د ژیړې کرښې په اوږدو کې پر اسرائیلي ځواکونو برید کولو سره اوربند مات کړ.
د امریکا پر ملاتړ اوربند د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر پر لسمه نافذ شو او له دوه کلنې جګړې وروسته یې تاوتریخوالی پای ته ورساوه. دا برید د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر په میاشت کې پر اسرائیلو د حماس له مرګوني بریدونو وروسته پیل شول. دواړه خواوو یو بل له اوربند څخه پر سرغړونې تورن کړي دي.
ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی: “که دوی (حماس) ښه چلند وکړي؛ نو دوی به خوشحاله وي او که دوی ښه چلند ونکړي؛ نو د دوی ژوند به په خطر کې وي او دوی به مسوول وي.”
دا په داسې حال کې ده، چې حماس د غزې د سویلي برخې په رفح کې پر اسرائیلي ځواکونو د برید مسوولیت رد کړی او د اوربند تړون ته ځان ژمن ګڼي.
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان د افغان کډوالو نیول زیات کړي
-
لوبی2 days agoافغان لوبغاړي د ۲۰۲۵ سنوکر نړیوال جام ۳۲ کسیز پړاو ته ورسېدل
-
تازه خبرونه3 days agoروسیې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره د همکارۍ وړاندیز وکړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoامریکا عادلانه خبرو ته چمتو نده – تهران
-
تازه خبرونه2 days agoد کابل- اسلامآباد د کړکېچ د حل لپاره دې سیمهییزه ناسته جوړه شي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان وضعیت د سیمې امنیتي ودې او پراختیا ته لومړیتوب لري
-
څار4 days agoڅار: په افغانستان کې پر سوله او ثبات د ازبکستان ټینګار
-
سوداگري3 days agoآریانا افغان هوايي شرکت د افغانستان صادراتو او وارداتو ته پر ټیټو تعرفو آسانتیا برابروي
