نړۍ

په اوکراین کې د کاخوفکا بند له ویجاړیدو سره د خرسون ډېره برخه تر اوبو لاندې شوه

Published

on

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، د خرسون سیمې والي ویلي، چې د کاخوفکا د اوبو برښنا بند له ویجاړېدو وروسته د پنجشنبې پر ورځ (د غبرګولي ۱۸) د اوکراین په جنوب کې د خرسون سیمې شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره مربع ځمکه تر اوبو لاندې شوه.

د خرسون والي الکساندر پروکودین ويلي، د دنیپر سیند په څنډه کې د سېلابونو ۶۸ سلنه خاوره د روسیې په واک کې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د پنجشنبې پر سهار په خرسون سیمه کې د سیلاب منځنۍ کچه ۵ اعشاریه ۶۱  متره وه.

اوکراین او روسیه د سې شنبې پر ورځ د روسیې لخوا د نیول شوي بند د ویجاړولو پړه پر یو او بل اچوي.

پروکودین ویلي، د پنجشنبې تر سهاره نږدې دوه زره کسان له سیلاب ځپلیو سیمو وتلي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چارشنبې پر ورځ ناوخته په یوه ویدیويي وینا کې څرګنده کړه، چې د روسیې تر ولکې په لاندې سیمو کې د سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو د شمېر اټکل ناشونی دی.

همدارنګه د اسوشیتد پرس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د اوکراین ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د خرسون سیلاب ځپلې سیمې ته د بند د نړېدو له کبله د اوښتو زیانونو په اړه د غبرګون د ارزونې لپاره ننوت.

د اوکراین ولسمشر په خپل تیلیګرام پاڼه کې لیکلي، چې هغه به د ملکي وګړیو د ایستلو، د څښاک د اوبو او نورو مرستو په برابرولو کې د هڅو ارزونه او د پراخ چاپېریال د زیانونو د مخنیوي هڅه وکړي.

د پنجشنبې پر ورځ د روسیې دولتي تلویزیون راپور ورکړ، چې په دې پېښه کې پېنځه ځايي اوسیدونکي مړه شوي دي.

چارواکو ویلي؛ لږ تر لږه ۴۰۰۰ کسان د روسیې او اوکراین تر کنټرول لاندې د دنیپر سیند له دواړو غاړیو څخه ایستل شوي دي.

Trending

Exit mobile version