تازه خبرونه
په ایران کې د طالبانو د انځور او رپي لیږدوونکي نیول شوي
د ایران چارواکو په یوه پارک کې هغه افغانان نیولي، چې د اختر پر ورځ یې له طالبانو څخه د ملاتړ په موخه سپین رپي پورته کړي وه.
ایراني چارواکو سیمه ییزو سرچینو ته ویلي، چې دغه کسان د یو لړ عملیاتو په بهیر کې نیول شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې دغه کسان د تهران په ملت پارک کې د طالبانو د انځورونو او رپو د لرلو په تړاو نیول شوي دي.
د ایران پولیسو هغه مهال د طالبانو د دغو ملاتړیو افغانانو نیول پیل کړل، چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو انځورونه او رپي د ایرانیانو له غبرګړنونو سره مخ شول.
د ایراني پولیسو دا کار په داسې وخت کې تر سره کیږي، چې د افغانستان غربي تړونوال ایران د سولې په بهیر کې په زړه نا زړه توب تورنوی؛ خو ایران له دې هېواده د سولې لپاره خپل ملاتړ نوی کړی او د هغه تورونه یې رد کړي دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د شنبې پر ورځ په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره اړین ګنلي او له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې په تیلیفوني خبرو کې ویلي، چې ایران د سولې په اړه تل د افغانستان د خلکو او حکومت ملاتړ کړی او تر څنګ یې ولاړ دی.