سیمه ییز خبرونه

په ایران کې نیول شوی بلجیمي مرستندویه د بندیانو په تبادله کې خوشې شو

Published

on

د خپاره شويو انځورونو له مخې؛ د بلجیم مرستندویه کارکوونکی اولیور ویندیکاستیل، چې په ایران کې شاوخوا ۱۵ میاشتې بندي و؛ د بندیانو له تبادلې وروسته د جمعې پر ورځ ناوخته بلجیم ته رسېدلی دی.

د فرانسې خبري سرچینې راپور ورکړ، چې د جمعې پر ورځ د ۴۲ کلن بلجیمي له خوشې کیدو وروسته بروکسل ته نږدې په میلزبروک پوځي اډه کې د مور او پلار، خور او د کورنۍ د نورو غړیو له تود هرکلي سره مخ شو.

ایران ویندیکاستیل د جمعې پر ورځ، له یوه ایراني دیپلومات سره په تبادله کې، چې د تروریزم پر تور محکوم شوی و؛ خوشې کړ.

ایران په ډاګه کړې، چې خوشې شوی ایرانی دیپلومات اسدالله اسدي دی، چې بلجیم  په ۲۰۱۸ ز. کال کې له پاریس څخه بهر د ایراني اپوزیسیون پر لاریون د بمي برید د ترسره کولو پر تور زنداني شوی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په یوه تویت کې ویلي، اسدي زمونږ د هېواد بې ګناه دیپلومات… اوس خپل وطن ته د ستنېدو په حال کې دی او ډېر ژر به زمونږ ګران ایران ته راننوځي.

بلجیم او ایران د دواړو د خوشې کولو په اړه د عمان هېواد له منځګړیتوبه مننه وکړه.

بلجیم تل ټینګار کړی، چې ویندیکاستیل بې ګناه و او محاکمه یې درغلي وه.

د تهران قضایی ادارې هغه وخت ویلي وه؛ هغه د جنورۍ په میاشت کې د جاسوسی پر تور پر ۴۰ کاله بند او ۷۴ درو پر سزا محکوم شو.

اولیور ویندیکاستیل په تهران زندان کې د نه زغم وړ شرایطو کې ۴۵۵ ورځې تېرې کړې.

د بلجیم لومړي وزیر الکساندر دی کرو د هغه د خوشې کیدو له خبر وروسته وویل، چې بې ګناه و.

Trending

Exit mobile version