تازه خبرونه

په ایران کې پر کډوالو بندیزونو او اوږد مهاله حبس د افغانانو اندېښنې راپارولي

Published

on

د عرب نیوز د څرګندونو له مخې؛ ایران پر “ناقانونه کډوالو” د اوږدې مودې د بند پر محکومولو سربېره نور سخت بندیزونه هم لګولي، چې بېلابېلې اندېښنې یې راپارولي دي.

د یاد راپور له مخې؛ هغه کسان، چې له قانوني اجازې پرته ایران ته ننوځي تر ۲۵ کلونو پورې به پر بند محکوم شي او امنیتي ځواکونو ته به هم سپارښتنه وشي، چې د مهاجرینو موترونه په نښه کړي.

 د ایران دې هڅې داانېښنه هم راپورته کړې، چې شاوخوا دوه نیم میلیون افغانان په ایران کې اوسیږي او ځینې یې قانوني اسناد لکه پاسپورتونه او ویزې هم نلري.

د عرب نیوز په راپور کې دا هم راغلي: هغه کسان، چې پرته د اسنادو په ایران کې استوګن دي یا دې هیواد ته له اسنادو پرته ننوځي؛  به له درندو جریمو سره به پر ۲۵ کلونو بند محکوم شي او ملکیتونه به یې  ضبط شي.

افغان چارواکو ويلي؛ د افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامد تهذیب په دې اړه عرب نیوز ته ویلي، هڅې روانې دي، چې دا موضوع له دیپلوماتیکو اړیکو له لارې حل شي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت سلاکار عبدالباسط انصاري عرب نیوز ته څرګنده کړې؛ مونږ په دې اړه ډېر اندېښمن یو. مونږ هیله من یو، چې ایران داسې دغه هڅې ونکړي.

هغه زیاته کړې: مونږ د دې سکالو او موصوع د حل لپاره په ګډ کار کوو او دغه راز د افغانانو پر داوطلبانه راستنیدو هم ټینګار کوو.

د ایران شارق ورځپاڼې د پارلمان د غړیو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ پارلمان پر ناقانونه کډوالۍ کار کوي او ژر تر ژره به اړوند وړاندیزونو ته رای ورکړي.

د چارو شنونکی او د افغانستان استوګن فضل الرحمن اوریا؛ ایران د افغانستان له کورنیو مسایلو څخه په ګټه اخیستنه تورنوي او په ډاګه کوي: ایران د افغان کډوالو د ایستلو لپاره هرڅه کولی شي.

له دې مخکې هم افغان کډوال د ایراني سرتېرو له ناوړه چلند څخه اندېښمن شوي او  وايي، ایراني عسکرو د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کړي.

څو میاشتې مخکې هم په ایران کې د امنیتی ځواکونو لخوا د افغانانو لیږدونکی یو موتر په نښه شوی، چې ګڼشمېر افغانان په کې وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي. دغې پېښې په افغانستان کې بېلابېل غبرګونونه راوپارول او یو شمېر افغانانو د سفارت مخې ته یو اعتراضي لاریون هم تر سره کړ.

Trending

Exit mobile version