Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په ایران کې ځانمرګي دوه پولیس افسرانو ته مرګ او ژوبله واړوله

د ايراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ يو ځانمرګي بريد كوونكي د بندر لنګه د پوليسو سټېشن مخې ته ځان والوزولو او په دې پېښه كې مجتبی شهيدي تختي لومړی ژوبل بیا یې وروسته په روغتون كښې سا ورکړه.

خپور شوی

د

د شنبې پر ورځ (د مرغومي اتمه) د ایران د هرمزګان ولایت د بندر لنګه د پوځي استخباراتو مشر مجتبی شهیدي تختي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او یو پولیس ټپي شوی دی.

د ايراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ يو ځانمرګي بريد كوونكي د بندر لنګه د پوليسو سټېشن مخې ته ځان والوزولو او په دې پېښه كې مجتبی شهيدي تختي لومړی ژوبل بیا یې وروسته په روغتون كښې سا ورکړه.

د بندر لنګه امنيه قومندان فواد مرادزاده تسنيم خبري سرچینې ته ويلي: ” نن ماښام امنيه قومندانۍ ته څېرمه يوه امنيتي پېښه رامنځته شوې ده.”

د بندر لنګه والي دې ته په نغوته کې ویلي، چې له پېښې وروسته په سمدستي توګه امنيتي ځواکونه د پېښې سيمې ته واستول شول. په دې ځانمرګي بريد کې بريد کوونکى هم وژل شوى دى.

د تسنیم د خبر له مخې؛ ځانمرګي بریدګر د ریموټ کنټرول پر کارولو د پولیسو د دوه افسرانو د تګ – راتګ په لاره کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د ایران د انصارالفرقان اهل سنت وسله والې ډلې په یوه خبرپاڼه کې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او څرګندوي، چې دې برید مهم استخباراتي کسان پر نښه کذي دي. 

سیمه ییز خبرونه

یوه هندي مسافر وړونکې الوتکه له الوتنې لږ وروسته وغورځېده 

لومړني راپورونه ښيي؛ په الوتکه کې ۲۴۲ کسان، دوه پیلوټانو ​​او ۱۰ عمله په کې ول.

Published

on

Air India plane crash

نن پنجشنبه( د غبرګولي دوه‌ویشتمه) ایر انډیا بوینګ ۷۸۷-۸ الوتکه د انګلستان ګټ‌ویک ته روانه وه، چې د هند پر وخت د ماسپښین ۱:۳۵ د ګجرات په اړوند سیمه کې له الوتنې لږ وروسته وغورځېده.

لومړني راپورونه ښيي؛ په الوتکه کې ۲۴۲ کسان، دوه پیلوټانو ​​او ۱۰ عمله په کې ول.

الوتکې د ۶۲۵ فوټ لوړوالي ته نږدې د رادار اړیکه له لاسه ورکړه او له الوتنې پېنځه دقیقې وروسته د مګاني نګر د استوګنې په سیمه کې ولوېده.

عیني شاهدانو او سیمه‌ییزو رسنیو د لویو چاودنو او د پېښې له ځای څخه د تورو لوګیو له راوتلو راپور ورکړی دی.

د پېښې په ځای کې د بېړنیو خدماتو پرسونل ویلي، چې د تلفاتو شمېر به شاید ډېر وي؛ خو کره شمېر یې تر دې  تائید شوی ندی.

دې پېښې ته د مرستې رسولو درې ډلې؛ د اور وژنې واحدونه، امبولانسونه او پولیس سیمې ته رسېدلي دي.

د ملکي هوايي چلند وزیر رام موهن نایډو کنجاراپو حیران شوی او وایي، چې “ټول د هوایي چلند او بېړني غبرګون واحدونه چمتووالی لري.

سیمه‌ییزو رسنیو همغږۍ راپور ورکړی دي.

د ایر انډیا رییس ناتاراجان چندراسکاران پر پېښه “ژوره خواخوږي” څرګنده کړې او تائیدوي، چې د زیانمنو د کورنیو غړو ته یې د بېړني ملاتړ مرکزونه جوړ کړي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې VT-ANB الوتکې ۱۶۹ هندي، ۵۳ بریټاانوي، ۷ پرتګالي او ۱ کاناډایی مسافر لیږدول.

د احمد آباد هوایي ډګر تړلی پاتې دی او چارواکي الوتنې نږدې مرکزونو ته لېږدوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د امریکا پوځ اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي پر غوراویو غور کوي

د رویټرز د مایکل اریک کوریلا د څرګندونو له مخې ویلي؛ د سې‌شنبې پر ورځ( د غبرګولي یوویشتمه) د آلاباما ایالت د جمهوري غوښتونکي او د امریکا د استازو جرګې د وسلوالې کمیټې رییس مایک راجرز د استماع کمیټې په ناسته کې تائید کړه؛ سنټکام چمتو دی، چې د ټرمپ پر امر د ایران پر وړاندې “پرېکنده پوځي برید وکړي.

Published

on

د امریکا د مرکزي قومندې سنټکام قوماندان او جنرال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په نغوته (اشاره ) کې ویلي، چې د اټومي خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې یې د ایران پر وړاندې ټرمپ او د امریکا دفاع وزیر ته “یو لړ پوځي غوراوي” وړاندې کړي دي.

د رویټرز د مایکل اریک کوریلا د څرګندونو له مخې ویلي؛ د سې‌شنبې پر ورځ( د غبرګولي یوویشتمه) د آلاباما ایالت د جمهوري غوښتونکي او د امریکا د استازو جرګې د وسلوالې کمیټې رییس مایک راجرز د استماع کمیټې په ناسته کې تائید کړه؛ سنټکام چمتو دی، چې د ټرمپ پر امر د ایران پر وړاندې “پرېکنده پوځي برید وکړي.

کوریلا ویلي، چې که اسرائیل پر ایران برید وکړي؛ نو په سیمه کې د امریکایي ځواکونو شتون به هم له شوني خطر سره مخ شي.

د سنټکام قومندان پر ایران د اسرائیلو د برید په صورت کې د سینټکام د ځواکونو د چمتووالي په اړه وویل: ” وضعیت او د خطر کچه هره ورځ ارزول کیږي او د هغې پر بنسټ مونږ بدلونونه راوړو او نوي تجهیزات او سیسټمونه ځای پر ځای کوو.”

ویل کیږي؛ ایران د دوشنبې پر ورځ د امریکا د وړاندیز په ځواب کې د اټومي تړون لپاره امریکا ته متقابل وړاندیز کوي. په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ خبرې اترې به دوام ومومي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د هند او د منځنۍ آسیا پېنځه هېوادونو له سوله‌ییز افغانستان ملاتړ څرګند کړ

د هند او منځنۍ آسیا پېنځه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دوی نه یوازې له ترهګرۍ څخه د پاک افغانستان ملاتړ کوي، بلکې په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې پر مبارزه هم ټینګار کړی دی.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۱, ۱۴۰۴

د هندي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د هند او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو څلورم پړاو په نوي ډیلي کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون ترسره شو.

د هند او منځنۍ آسیا پېنځه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دوی نه یوازې له ترهګرۍ څخه د پاک افغانستان ملاتړ کوي، بلکې په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې پر مبارزه هم ټینګار کړی دی.

دا غونډه، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جی شنکر پر کوربتوب جوړه شوې وه، د سیمه‌ییز امنیت، ټرانسپورټي دهلیزونو او انرژۍ همکارۍ په څیر مسلو بحث ته وقف شوې وه.

که څه هم په دې غونډه کې د افغانستان استازی نه و؛ خو د هند او منځنۍ آسیا د نښلولو د یوې مهمې دروازې په توګه یې پر رول پرله‌پسې ټینګار شوی دی.

د نړیوال شمال-جنوب دهلیز (INSTC) او په ایران کې د چابهار بندر پروژه په افغانستان کې له ثبات او امنیت پرته له جدي خنډونو سره مخ دي.

له پاکستان سره د اوږدې مودې کړکیچونو له کبله د ځمکنۍ لارې نشتوالی د نوي ډیلي لپاره یوه لویه ننګونه ده.

په دې خبرو کې هند د امنیتي همکارۍ پراخولو، په ګډه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د معلوماتو تبادلې لپاره وړاندیزونه وړاندې کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې بیجینګ په مرکزي آسیا کې له لویو او عملیاتي پروژو سره خپل نفوذ پیاوړی کړی، هند اوس هم  له خپلو تاریخي، کلتوري او تخنیکي ګټو څخه په سټراټیژیک ډول ګټه پورته کړې نده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!