تازه خبرونه
په ایران کې یوه افغان لس کسان پر چړې وژلي
(Last Updated On: زمری ۱۸, ۱۴۰۱)
د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د کرمان ښار د چارسمبالي والي حسین رضايي د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ یوه افغان د یکشنبې پر ورځ د ایران په جنوبي ښار کرمان ولایت کې د شخصي دښمنۍ له کبله لس کسان پر چړې وژلي دي.
رضايي زياته کړې، شکمن د پوليسو لخوا هغه وخت ونيول شو، چې غوښتل يې ماښام مهال له دې ولايته ووځي.
نوموړي د دغه افغان د ورور د څرګندونو له مخې ویلي؛ تورن ذهني بې ثباتي لرله او پر مخدره توکو روږدی و.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په دې برید کې شپږ افغانان او څلور ایرانیان وژل شوي دي.
د دې سيمې چارواکي وايي، چې په دې پېښه کې يو بل تن ټپي شوى او تر درملنې لاندې دى.