تازه خبرونه
په بادغيس کې د لرغونو سیمو د کيندلو پر تور ۴ کسان ونيول شول

په بادغیس کې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو څلور کسان د لرغونو سیمو د ناقانونه کیندنې او استخراج پر تور نیولي دي.
په بادغيس کې د اسلامي امارت د فرهنګي مشر مولوي باز محمد سروري ويلي، چې دغه کسان نن له غرمې مخکې د دغه ولايت په آبکمري ولسوالۍ کې د لرغونو سیمو د کيندلو په حال کې نيول شوي دي.
مولوي سروري زیاته کړې، چې نيول شوي کسان سیمه ییز وګړي دي او په خپلسري او ناقانونه توګه يې کيندنې کولې.
نیول شوي کسان تر پلټنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د دغه ولايت په قادس ولسوالۍ کې د لرغونو سیمو د کيندلو په ترڅ کې پېنځه کسان نيول شوي وه.
تازه خبرونه
د نړیوالې جنایي محکمې حکمونه د اسلامي امارت مذهبي دریځ اغېزمنولی نشي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند په یوه غږیزه څرګندونه کې ویلي: “مونږ د نړیوالې جنایي محکمې پر نوم اداره نه پېژنو او نه هم مونږ د هغې د حکمونو منلو ته اړ یوو.”

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت د مشر او قاضي القضات د نیولو په اړه د هاګ نړیوالې جنایي محکمې د راپور د خپرېدو په غبرګون کې ويلي، چې دا ډول حکمونه د اسلامي امارت پر” اراده او مذهبي دریځ” اغېزه نشي کولی.
د اسلامي امارت ویاند په یوه غږیزه څرګندونه کې ویلي: “مونږ د نړیوالې جنایي محکمې پر نوم اداره نه پېژنو او نه هم مونږ د هغې د حکمونو منلو ته اړ یوو.”
مجاهد زیاته کړې، چې په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنه د اسرائیلو لخوا او د دې رژیم د ملاتړ کوونکو هېوادونو پر ملاتړ ترسره کیږي او هره ورځ سلګونه ماشومان او ښځې پرته له کوم دلیل څخه وژل کیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د بشري حقونو شعار یوه “شرموونکې” موضوع ده.
په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې نن (سېشنبه) له “بشري حقونو د سرغړونې” پر تور د اسلامي امارت د رهبر هبةالله آخوندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړی دی.
تازه خبرونه
بیات بنیاد د هرات په اسلامکلا پوله کې زرګونو کډوالو ته مرستې ووېشلې
د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات ويلي، چې له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو ته د دې بنیاد مرستې د پولې په صفري نقطه کې د خیمو ایښودل، د خوراکي توکو د بستو وېشل او د اسلامکلا له پولې څخه د زرګونو خلکو لېږدول رانغاړي.

بیات بنیاد ویلي، چې د هرات په اسلامکلا پوله کې یې زرګونو افغان کډوالو ته خوراکي او ناخوراکي مرستې وېشلې دي.
د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات ويلي، چې له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو ته د دې بنیاد مرستې د پولې په صفري نقطه کې د خیمو ایښودل، د خوراکي توکو د بستو وېشل او د اسلامکلا له پولې څخه د زرګونو خلکو لېږدول رانغاړي.
احسان الله بیات ویلي: ” له ګاونډ هېواد څخه زمونږ د عزیزانو بېرته راستنېدل په داسې غمجن حالت کې د منلو وړ ندي. دوی باید دومره ځوریدلي نه وای. له همدې کبله زه د خپلې کورنۍ، بیات بنیاد پر استازیتوب او له افغان بېسیم شرکت سره پر همکارۍ هڅه کوو، چې د خپلو هېوادوالو دا بېرته کډوالي آسانه کړو.”
نوموړي زیاته کړې: “مونږ یو لړ ترتیبات د ټرانسپورټ، خوړو، اوبو او ځینو نورو توکو په ګډون، چې عزیزان (کډوال) مو ورته د تغذیې لپاره اړتیا لري؛ په پام کې نیولي او دا مرستې نورې هم پراخوو.”
بیات ټینګار کړې؛ دا همکاري د مهاجرو د لېږد رالېږد د بهیر د آسانه کولو پر موخه ترسره کیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له ایران حخه راستنطدونکو ته دا امکانات نور هم براخیږی.
هغه ټینګار وکړ، چې د دې بنیاد د همکاريو موخه د مهاجرینو د لېږد آسانه کول او له ایران څخه راستنېدونکو مهاجرینو ته د آسانتیاوو برابرول دي.
احسان الله بیات وایي، چې په راتلونکو پړاوونو کې به د بیات بنیاد لخوا د همکارۍ د زیاتوالي هڅې روانې وساتل شي.
هغو کډوالو، چې د بیات بنیاد مرستې ترلاسه کړي؛ ترې خپل رضایت څرګندوي او غواړي، چې را بنیاد خپلې مرستې روانې وساتي.
تازه خبرونه
په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان نفوس ۳۶.۴ میلیون اټکل شوی
د دغه راپور له مخې، د دې نفوس ۵۱ سلنه نرینه او ۴۹ سلنه ښځینه دي.

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د اټکلونو پر بنسټ د افغانستان نفوس شاوخوا ۳۶.۴ میلیون ته رسېدلی دی.
د دغه راپور له مخې، د دې نفوس ۵۱ سلنه نرینه او ۴۹ سلنه ښځینه دي.
د احصائې ادارې زیاته کړې، چې د هېواد په ولایتونو کې کابل تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ولایت دی، چې د اټکلونو له مخې؛ په کې شاوخوا ۶.۱ میلیون خلک ژوند کوي.
دا اټکلونه په ټولنیزو خدماتو، اقتصادي پراختیا، عامې روغتیا او تعلیمي سکټورونو کې بنسټیز رول لري، چې د پالیسۍ جوړولو او ملي سرچینو د تخصیص بنسټ ګڼل کیږي.
-
تازه خبرونه3 days ago
له افغانستان وتل مو د تاریخ له شرمه ډکه شېبه وه – ټرمپ
-
تازه خبرونه3 days ago
د محرم لسمه د امن په فضا کې ترسره شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
په تېرو ۱۰۰ ورځو کې د دوغارون له لارې ۴۹۰ زره افغانان ستانه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
په غزني کې د سلطان بند د ساتنې او څارنې پروژه پرانیستل شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
د کونړ ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې پر ۳۵ پرمختیایي پروژو کار پیل شو
-
تازه خبرونه2 days ago
په ټګزاس کې د سیلابونو له کبله د مړو شمېر ۷۸ کسانو ته ورسېد
-
تازه خبرونه2 days ago
په اسلام آباد کې د افغانانو په ګډون د ویزو د جعل کارۍ یوه ډله ونیول شوه
-
تازه خبرونه2 days ago
د چین یو خصوصي شرکت په بېلابېلو ولایتونو کې ګډ بازارونه، لارې او صنعتي پارکونه جوړوي