لوبی
په بامیان ولایت کې د سکي سیالیو دوهیم پړاو ترسره شو
د جمعې پر ورځ د کب پر نولسمه د باميان ولايت په مرکز چپدره کلي کې د ځوانانو ترمنځ د سکي سياليو دوهيم پړاو د افغان پیکس بنسټ پر همکارۍ ترسره شو.
په دې سياليو کې څه د پاسه سلو لوبغاړیو، چې ۹ کورنيو لوبډلو او د آستراليا، فرانسې او امريکا درې بهرنیو سکي کوونکيو برخه اخيستې وه.
په باميان ولایت کې د سکي فدراسيون مشر سيد باقر حيدري ويلي، چې د دغو سياليو له ترسره کېدو موخه په دې ولايت کې د سکي لوبو ته لیوالتیا رامنځته کول او د دې لوبو وده ده.
سید باقر حیدري په دې اړه وایي: د دغو سیالیو له ترسره کولو څخه موخه په بامیان ولایت کې دې لوبې ته د لیوالتیا رامنځته کول او د سکي لوبې وده ده؛ ځکه، چې په دې ولايت کې د سکي مينهوال ډېر شوي دي. مونږ سل لوبغاړي لرل، چې په دوه ډلو وېشل شوي وه. مسلکي سکي او دړي سکي. په مسلکي سکي کې مونږ له فرانسې، آمریکا او آسترالیا څخه درې ګډونوال درلودل.
په باميانو کې د سکي د سياليو يو تن تنظيموونکي سيد محمد ويلي، چې په دې سياليو کې د افغان پیکس مسلکي استازي مجتبی برخه لرله، چې لومړى مقام یې خپل کړ او د سيالۍ اتلولي يې وګټله. د چپدرې له ځوانانو کلب څخه هادي دوهیم او د میرشاه خواجه له کلب حسین علي درېیم مقام خپل کړ.
په پای کې د افغان پیکس بنسټ لخوا لومړی مقام ته ۶۰۰۰ افغانۍ، دوهیم مقام ته ۴۵۰۰ افغانۍ او درېیم مقام ته ۳ زره افغانۍ نغدي جایزې ورکړ شوې.
د يادونې ده، چې په باميان ولایت کې هر کال د سکي سيالۍ ترسره کېږي.