سیمه ییز خبرونه
په بدخشان ولايت کې سيلابونو مالي زيانونه رامنځته کړي

د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو تائید کړه، چې نن په دغه ولایت کې سیلابونو د زیباک ولسوالۍ خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
د زیباک ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر فضل احمد فيضي ویلي؛ ګلخانه، ډنډ، دشت خان، نوآباد او خالخان د دې ولسوالۍ هغه سيمې دي، چې تر ټولو ډېرې زيانمنې شوې دي.
هغه وایي: دغه سيلابونه د سختو بارانونو له کبله رامنځته شوي دي.
فيضي باختر آژانس ته په ډاګه کړې: دغو سيلابونو ٤٤ هکتاره کرنيزه ځمکه، کښتونه، اته کورونه، د اوبو لګولو ډنډونه او هغه سړک، چې دوه کلي سره نښلوي زيانمن کړي دي.
د چارواکو په خبره په سیلابونو کې د اړوند کلیو څاروي هم مردار شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
د اسلامي امارت مشرتابه په کندهار کې د کابل له عالمانو سره وکتل

د کابل ولایت ۵۰ دیني عالمانو په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت له مشرتابه سره وکتل او د ښځو پر حقونو یې هم خبرې وکړې.
د کابل میشتو دیني عالمانو د پنځوس کسیز پلاوي سفر د اسلامي امارت د مشرتابه په غوښتنه ترسره شوی، چې بنسټیزه موخه یې د پلازمېنې د اوسیدونکیو د ستونزو حل دی.
په دې غونډه کې دیني عالمانو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو پر حقونو او د نجونو د تعلیم پر موضوع خبرې وکړې او د اسلامي امارت مشرتابه عالمانو ته ډاډ ورکړ، چې د پلازمېنې د اوسیدونکیو ستونزو ته به پاملرنه کوي.
دیني عالمانو د اسلامي امارت له مشرتابه وغوښتل، چې تعلیم ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د اړتیا په صورت کې دې په نصاب کې هم بدلون راولي.
د کابل والي ندا محمد ندیم وایي: د دې غونډې اصلي موخه دا وه، چې د پلازمېنې ښاري ستونزې تر ستر شخصیت پورې ورسېږي او د منبر او عالمانو له لوري د هغه احکام تر خلکو ورسېږي.
له دغو عالمانو څخه یو شمېر یې وايي، چې د اسلامي امارت له مشر سره یې د ښځو د ستونزو د حل، د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو د درناوي او د ښوونځیو د نصاب د اصلاح په اړه خبرې کړې دي.
دیني عالم عبدالحمید حماسي څرګندوي: د امیرالمومنین لپاره د مجاهد او نامجاهد تر منځ هیڅ توپیر نشته ټول رعیت دی او مساوي حقوق لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت رهبر د دیني عالمانو په لویه غونډه کې ژمنه کړې، چې د دیني عالمانو په هره غونډه کې به ګډون کوي او د دولتي ادارو د رهبرۍ لپاره به دیني عالمان ټاکي.
سیمه ییز خبرونه
په کندوز ولايت کې ځانګړیو ځواکونو د داعش پر پټنځى برید تر سره کړ

تېره شپه په کندوز ولایت کې د افغانستان اسلامي امارت ځانګړیو ځواکونو د داعش پر پټنځي پوځي عملیات ترسره کړل؛ لږ تر لږه ۳ داعشیان وژل شوي او پېنځه نور یې ژوندي نیولي دي.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه عمليات د امام صاحب ولسوالۍ په قنجغه سيمه کې ترسره شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ دغې ډلې پر ازبکستان او تاجکستان د وروستیو راکټي بریدونو مسوولیت پرغاړه درلود.
په هغه ویډیو کې، چې د افغانستان اسلامي امارت اړوند سرچینو خپره کړې؛ د داعش یو نیول شوي غړي اعتراف کړی، چې پر ازبکستان او تاجکستان یې توغندي توغولي او بیا یې هم د برید سپارښتنه تر لاسه کړې وه.
سیمه ییز خبرونه
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د یوه پلاوي پر مشرۍ له بدخشان ولایت لیدنه وکړه

د بدخشان سیمهییز و چارواکو ويلي؛ د چارشنبې پر ورځ مولوي امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي یې د دې ولایت د اوسيدونکیو د ستونزو د څېړلو لپاره دې ولایت ته سفر وکړ.
د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر معزالدين احمدي وايي؛ د ملي راډيو ټلويزيون مشر احمدالله وثيق هم له اميرخان متقي سره په دې سفر کې مل دى او د دغه ولايت د دولتي ادارو او سیمه ییزو چارواکو سره یې د خلکو پر شته ستونزو خبرې وکړې.
د معزالدین احمدي د څرګندونو له مخې، په دې سفر کې د تاجکستان او افغانستان تر منځ د پولې دواړو غاړو ته د میشتو قومونو ترمنځ د ښو اړیکو د رامنځته کولو، د ډیپلوماسۍ له لارې د سرحدي ستونزو د حل، د مجاهدینو او عامو خلکو ترمنځ د ښو اړیکو پر څرنګوالي، د خلکو د اقتصادي او ښوونیزو ستونزو پر حل او څېړلو بحث او خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د تخار ولایت امنیتي مسوولینو له تاجکستان سره د سرحدي سیمې له امنیتي خوندیتوبه ډاډ څرګند کړی او ټینګار شوی، چې هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته ګواښ رامنځته کړي.
-
تازه خبرونه4 days ago
په جوزجان کې د ناڅاپي اورلګېدنې پر وخت د عجیبو مخلوقاتو لیدل
-
تازه خبرونه5 days ago
زه اوس هم د افغانستان ولسمشر یم
-
تازه خبرونه4 days ago
د پیسو د چاپ پر تخنیکي هوکړې کار روان دی- د افغانستان بانک
-
تازه خبرونه22 hours ago
په پروان ولایت کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او بې درکه کړل
-
تازه خبرونه5 days ago
د نړۍ ۷۰ اقتصاد پوهانو له جوبایډنه د افغانستان د شتمنیو د آزادېدو غوښتنه کړې
-
نړۍ3 days ago
د شیطاني آیاتونو کتاب لیکوال سلمان رشدي په نیویارک کې ټپي شو
-
تازه خبرونه3 days ago
امریکا له افغانانو سره ۱۵۰ میلیون دالر مرسته کوي
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې په درېیمه ۲۰ آوریزه لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه